د بغلان لبنیاتو کارخونه چې د کورنیو جګړو پر مهال زیانمنه شوې وه او د مسوولینو په خبره فعالیت يې درېدلی و، تازه یې بیا په فعالیت پيل وکړ.
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، یاده کارخونه د یوه سوداګر له لوري فعالیت ته چمتو او تولیدات يې پيل کړل.
د بغلان ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست کې د سیسټم او معلوماتو عمومي مدیر ولي امرخېل وايي: « دا کارخونه د کرنې ریاست په هڅو فعاله شوه. دا کارخونه د شمال او شمال ختیځو ولایتونو پر کچه د لبنیاتو یوازینۍ ستره کارخونه ده چې په ښه کیفیت لبنیات تولیدوي.»
دغه کارخونه په ورځني ډول له ۱۲۰۰ تر ۱۴۰۰ لېټره شېدو د پروسېس ظرفیت لري.
مستې، قیماق او چکه یې له تولیداتو ګڼل کېږي، خو لايې هم د برېښنا کمښت د تولیداتو او کار پر وړاندی خنډ دی.
د بغلان لبنیاتو پروسېس کارخونې مسوول احمد رشاد محمدي وايي:« زموږ د برېښنا لګښتونه زیات دي خو برېښنا کمه ده. بله خبره دا ده چې زموږ برېښنا ۲۴ ساعته نه ده او هغه وخت نه وي چې موږ ورته اړتیا لرو. بیا موږ له جنراتور استفاده کوو چې د لګښتونو لوړېدو سبب کېږي.»
په همدې حال کې د کارخونې کارګران د یادو تولیداتو پر بازار موندنه ټینګار کوي او له خلکو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه لري.
کارخونه کې د لبنیاتو پروسېس مسوول رستم وايي:« له خلکو غوښتنه کوم چې زموږ له خپلو لبنیاتو ګټه واخلي، ځکه د بهرنیو هغو کیفیت ښه نه دی. زموږ د موادو کیفیت لوړ دی او د خلکو له غوښتنې سره سم چمتو کېږي.»
د کارخونې کارګر محمد بصیر ايي: « زه وزګار وم او اوس راته دلته دنده پیدا شوې. زه ډېر خوښ یم چې کار مې وموند. زه هیله لرم داسې نور شرکتونه او فابریکې هم جوړې شي، ترڅو زموږ خلک بېکاره پاتې نه شي.»
د مالوماتو له مخې، د بغلان ولایت لبنیاتو پروسېس کارخونه په ۱۳۵۳ لمریز کال کې د سویس دولت له خوا جوړه شوې وه چې هغه مهال په دې سیمه کې د عاید او کار مهمه سرچینه ګڼل کېده.