د اسلامي امارت رهبر د سې شنبې په ور ورځ د هرات ديني عالمانو شورا له استازو سره په کندهار کې ليدلي.
حکومتي مسوولین وایي، نوموړي پرته له دې چې کوم مخاطب لوري ته اشاره وکړي ویلي، لا هم د نظام، دیني عالمانو او خلکو تر منځ تفرقې رامنځته کولو او پر دیني عالمانو د بې باورۍ رامنځته کولو هڅې روانې دي.
د اسلامي امارت رهبر ټنیګار کړی چې دیني عالمان مکلف دي ترڅو د حکومت او سیاست له لارې اسلامي شریعت پلی کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په تیرو ۲۰ کلو کې لکه څنګه چې د افغانانو کورونه، جایدادونه او ښارونه ویجاړ شول، همدارنګه د افغانانو معنویات هم ویجاړ شول. امیر المؤمنین وویل، اوس هم کوښښ روان دی، تر څو دا نظام ضعیفه کړي او د علما کرامو په منځ کې تفرقه او اختلاف واچوي.»
د اسلامي امارت رهبر ټنیګار کړی چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته په هېڅ برخه کې هېڅ ډول اختلاف نه شته او زياتوي چې دیني عالمان دې له دې فرصت څپه ګټنې د شریعت د تطبیق، د اختلافاتو له منځه وړلو او د خلکو ستونزو د حل کولو لپاره زیات کار وکړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، څلور کاله کیږي چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم دی او په ټولو برخو کې هېڅ قسم اختلاف، ډلبازي، جنګونه او موانع نه شته، نو په کار ده چې علما له همدې موقع استفاده وکړي، د شریعت په تطبیق کې پوره کوښښ وکړي، د اسلامي امارت د قوانینو، احکامو او فرامینو په پلي کولو سره د فتنو دروازه بندیږي او د شریعت د نافذولو لپاره لاره خلاصه او اسانه کیږي. دغه راز د فرمانونو او احکامو نه تطبیق د بې اتفاقۍ او تفرقې سبب کيږي. همداسې یې علماوو ته وویل، د خلکو مشکلاتو په حلولو کې پوره کوښښ وکړي.»
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه په دې لټه کې دي چې د خپلو سیاسي موخو د تعقیب لپاره د سرپرست حکومت پر وړاندې منفي تبلیغات وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي محمد زلمی افغانیار وايي: « په تېرو څلورو کالو کې افغانستان د درېیو اصولو له مخې حکومتداري کړې، اقتصاد محوریتوب، د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کول او امنیت ټینګول. له بده مرغه د سیمې او نړۍ هېوادونو دا ونه منله او په بهرنیو هېوادونو کې جوړې شوې شبکې هڅه کوي چې په افغانستان کې کوچني موضوعات لوی وښيي او لپاره یې پروګرامونه جوړ کړي. په مقابل کې افغانستان هم باید خپل کمزوري ټکي په پیاوړتیا ټکو بدل کړي او هغه دسیسې له منځه یوسي چې بهرنیانو د حکومت او ملت ترمنځ د درځ جوړولو لپاره جوړې کړې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره د اسلامي امارت رهبر په ځلونه د ښې حکومتولۍ، شرعي فرامینو پلي کولو او اسلامي نظام تقویت په برخه کې د دیني عالمانو پر رول ټنیګار کړی.