پاکستان د جولای پر ۲۹مه په باجوړ کې د سربکف په نوم عملیات د خلکو ګرځبندیز په لګولو سره پیل کړل چې د پاکستان پوځ په خبره، موخه یې په دې سیمه کې د ترهګرۍ ضد فعالیتونو خنثی کول دي.
خو په خواله رسنیو کې د دې عملیاتو له امله د مرګ ژوبلې او د ځايي اوسېدونکو د بې ځایه کېدو وېډیوګانې او انځورونه لاس په لاس کېږي.
دغو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د پاکستان پوځ د تنکیو ځوانانو په ګډون عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او یو شمېر کورنۍ یې له خپلو کورونو بې ځایه کېدو ته اړې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د دې عملیاتو له پیل وړاندې د جولای پر ۱۰مه د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د ملي عوامي ګوند غړی مولانا خان زېب د نامعلومو وسله والو له لوري ترور شو.
څلور ورځې وروسته په دې سیمه کې د نوموړي په ملاتړ او د پاکستان له لوري د پلان شویو عملیاتو پر ضد پراخ لاریونونه وشول.
له دې سره هم مهاله، په پاکستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونوهم د اسلاماباد له لوري په خیبر پښتونخوا کې هغه پوځي عملیات وغندل چې په لومړۍ ورځ یې ځايي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.
خلکو د دې ډول پالیسو د تعقیب له لارې د ثبات رامنځته کول بې پایلې یاد کړي.
د اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند په باجوړ کې د پاکستان پوځ له لوري روان عملیات غندلي او هغه یې د بحرانونو د حل معقوله لاره نه ده ګڼلې.
د دې ګوند ویاند اسلم غوري په خیبر پښتونخوا کې پخواني پوځي عملیات بې پایلې بولي او د نویو عملیاتو پیل هم یوازې د ملکي وګړو لپاره د ځاني او مالي زیانونو اوښتو په مانا ګڼي.
د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند ویلي: « ولس هر ځل ولې قرباني کېږي او وسله وال روغ رمټ تښتي؟ ستونزې نه په تېر کې د زور له لارې حل شوې او نه به په راتلونکي کې حل شي.»
خبریالان د پاکستان پوځ دغه عملیات په باجوړ کې د امنیتي پېښو او هدفي وژنو د زیاتوالي له امله پيل کړې او په خبره يې، د عامو خلکو سر او مال ته د متوجې خطرونو له امله یې پر وړاندې سیاسي ګوندونو او سیمه يیزو چارواکو جدي مخالفت څرګند کړی.
ازاد خبریال طاهر خان وايي: « له دې عملیاتو سره مخالفت ښودل شوی، د خیبرپښتونخوا حکومت، په باجوړ کې سیاسي او قبایلي مشرانو او مشترکې جرګې هم مخالفت کړی او عامو خلکو هم له دې امله مخالفت کړی چې دا ډول عملیات عامو خلکو ته زیان رسوي.»
خو د سیاسي چارو شنونکي په پښتونخوا او قبايلي سميو کې له خلکو سره د پاکستان له لوري د شویو ظلمونو تاریخچې ته په اشارې وايي، د اسلاماباد اوسنۍ پالیسي هم د هماغو تګلارو برخه ده چې تل یې د حاکمیت په وسیله محکوم ولسونه ځپلي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « له مغولو تر انګرېزانو او له انګرېزانو تر پنجابي استعمار پورې هر استبدادي نظام پر پښتنو بې شمېره ظلمونه کړي. د دغو ظلمونو په لړ کې له تاترې تر بابړې او له بابړې تر چارسدې او بیا اوس له وزیرستان تر باجوړ پورې د پاکستان او پنجاب پوځ پر پښتنو خونړي بریدونه کړي.»
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان پوځ د جولای پر ۲۸مه د سربکف په نوم عملیاتو د نه ترسره کولو خبر ورکړ، خو یوه ورځ وروسته یې دغه عمليات د باجوړ په ۱۶ برخو کې د ګرځبندیز په لګولو سره پيل کړل.