د کندهار ولایت رنې ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ ۱۵ کرنیزې سړې خونې جوړوي.
دا سړې خونې چې په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې جوړیږي او د کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د پیازو د زېرمه کولو لپاره به کارول کېږي.
د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي: « دا سړې خونې د کندهار کرنې ریاست په هڅه د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک سازمان په مالي ملاتړ او د او اېچ ډبلیو موسسې په تخنیکي همکارۍ جوړېږي. د دې سړو خونو شمېر ۱۵ دی چې ۱۰ په خاکرېز او ۵ نورې په ژېړۍ کې جوړېږي. د دې خونو د جوړولو عملي کارونه پيل شوي او ۲۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راځي.»
مسوولین وايي، دا هره سړه خونه د ۲۰ ټنو کرنیزو محصولاتو د ذخیره کولو ظرفیت لري او داسې ډیزاین شوې دي چې د انرژۍ له مصرف پرته د اوږدې مودې لپاره محصولات ساتلی شي.
د پروژې انجینر شمس رحماني وايي: « د دې سړو خونو جوړولو ۶۰ سلنه کارونه مخکې تللي او موخه دا ده چې د کلیو بزګران په کې خپل پیاز وساتي. دا سړې خونې د هغو سړو خونو په پرتله ارزانه دي چې انرژۍ ته اړتیا لري. دا خونې د پيازو د خرابېدو مخنیوی کوي او په هره خونه کې ۲۰ مېټریک ټنه پیاز ساتل کېدای شي.»
له بلې خوا، یو شمېر بزګران چې په تېرو کلونو کې د کرنیزو سړو خونو د نه شتوالي له امله زیانمن شوي وو، د دې اقدام هرکلی کوي.
دوی وايي، دا سړې خونې به د دوی د محصولاتو د ضایع کېدو مخه ونیسي او د دې خونو د ډېریدو غوښتنه کوي.
کروندګر محمد سلیم وايي: « اوس به موږ مجبور نه یو چې خپل پیاز او کچالو د خرابېدو له وېرې پاکستان ته واستوو او دلته یې په ښه بیه خرڅ کړو. موږ د دا ډول نورو خونو غوښتنه هم کوو.»
کروندګر روزي محمد وايي: « له دې وروسته به موږ خپل پیاز په دې خونو کې ساتو او د څه وخت له تېرېدو وروسته به یې بازار ته وباسو، ترڅو یې په مناسبه بیه خرڅ کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د مېوو او کرنیزو محصولاتو د راټولولو د موسم په رارسېدو سره، د سړو خونو نه شتوالي له امله په کندهار کې د بزګرانو د محصولاتو لویه برخه ضایع کېږي.