د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ او د دې ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې د شاخوا ٣٩ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
مسوولین وایي، د لمریزې برېښنا دغه شبکه د اوبو ١٧ زېرمې لري چې له څښاک سربېره به د ١٢٠ هکټاره شاړو ځمکو د خړوبولو لپاره هم ترې ګټه واخیستل شي.
د لغمان د اوبو او انرژۍ رییس شېرجان راشدي وايي: « پر دې پروژه ۳۸ میلیونه، ۴۸۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، ۲ زره ۴۴۸ متر مکعب زېرمه کولی شي او ۱۲۰ هکټاره کرنیزې ځمکې ته اوبه رسوي.»
د سیمې اوسېدونکي وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دوی د اوبو ستونزه حل شي او هیله من دي چې مسوولین دې دغه ولسوالۍ کې لا نورې پروژې هم پلې کړي.
د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی ذاکر الله وايي: « تر ټولو مهمه ګټه یې د شاتو مچیو لپاره ده، دوی ته به ښه فصل برابر شي. بله ګټه یې دا ده چې له بارانونو سره به دا خوړونه راتلل، خو اوس به مهار شي.»
د قرغیو اوسېدونکی اختر شاه وايي: « موږ له اسلامي امارت خوښ یو چې موږ ته یې داسې پروژې راوړې دي. له دې پروژې سره دا شاړې ځمکې او دښتې شنې شوې.»
مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې ورته پروژې به د دې ولایت په ټولو هغو سیمو کې پيل کړي چې اوسېدونکي يې له وچکالۍ سره مخ دي.
د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني وايي: « ولایتي اداره ژمنه کوي چې دا ډول پروژې به نورې هم پيل کړي. دا پروژه به تقویه شي، ترڅو خپل ثمر او نتیجې ته ورسېږي.»
سره له دې چې لغمان دوه سیندونه لري، خو ډېرشمېر سیمې د اوبو نه شتوالي له امله د وچکالۍ څپه ځپي او د دې سیمو اوسېدونکي د اوبو پرمهارولو سربېره له مسوولو ادارو د ورته پروژو د پيل غوښتنه کوي.