Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راشد خان: د لوبو له لارې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې هڅه کوم

راشد خان: د لوبو له لارې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې هڅه کوم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/30

د کرېکټ نړیوال ستوري راشد خان له وطني تولیداتو د لیدنې پر مهال د شېدو او مېوې د جوسو تولیدولو له یوې کارخونې لیدنه کړې.

راشد خان د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه دا ډول کارخونې مهمې بولي او په بهر کې له مېشتو افغان پانګه والو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې په هغو برخو کې پانګونه وکړي چې اړتیا ورته تر ډېره وي.

نوموړی وایي، د وطني تولیداتو لپاره د نړیوال بازارموندنې هڅه کوي.

خان په دې اړه وايي: « باید ووایم چې زموږ لوبغاړو له دې وړاندې خپل تولیدات خلکو ته نه دي ښودلي او د ټلویزیون له لارې هم نه دي ښودل شوي، دا ځکه چې افغانستان کې هغه کلچر نه و چې خلک خپل تولیدات د لوبغاړو له لارې خلکو ته وښيي او په دې حساب هېوادوال له خپلو تولیداتو نه وو خبر. زما غوښتنه دا ده چې زموږ تولیدات په نړیوال ستندرد جوړ شي او که داسې وشي، خلک او نړۍ به یې ډېر خوښ کړي.»

په ورته مهال، د دې کارخونې مسوولین وایي، د څه باندې ۲۲ میلیونو ډالر پانګونې سره په دې کارخونه کې۳۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او تولیدات یې اوس مهال تر نړیوال بازار پورې رسېدلي دي.

د کارخونې د چارو د تنظیم مسوول عزیزي وايي: « موږ د دوو کالو په اوږدو کې امریکا، اوزبېکستان، تاجیکستان، قزاقستان او نورو هېوادونو ته د افغانستان تولید قیماق او جوس صادر کړي دي. دلته په رسمي توګه ۳۵۳ تنه له موږ سره پر کار بوخت دي، خو غیر رسمي زرګونو تنو ته رسېږي.»

بله خوا، په دې کارخونه کې کارکوونکي وایي، ورته له برابر شویو کاري فرصتونو خوښ دي او له اسلامي امارت غوښتنه کوي چې په هېواد کې بې دندې ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې هڅه وکړي.

د کارخونې کارکوونکی حمدالله صالح وايي: « ډېر خوښ یم چې په خپل هېواد کې راته د کار زمینه برابره شوې، له نورو هېوادونو هم غواړم چې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د کارخونې کارکوونکی جواد وايي: « خوشاله په دې یم چې د وطن د تولید او د وطن د ویاړ لپاره کار کوم. زه له نورو تجارانو هم غوښتنه کوم چې راشي او پانګونه وکړي، شرکتونه جوړي کړي او زموږ خلک په کې کار وکړي.»

له دې سربېره، راشد خان د کارخونو له مسوولینو غوښتنه کوي چې د تولیداتو کیفیت په نړیوالو معیارونو برابر کړي، ترڅو تولیدات یې وکولی شي په لوړ باور تر نړیوال بازار وړاندې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist