Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د دولتي شرکتونو رياست: د موټر جوړولو ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې د تولید ظرفیت لرو

د دولتي شرکتونو رياست: د موټر جوړولو ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې د تولید ظرفیت لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/30

د حکومتي ادارو د تېر یوه کال لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې، د سې شنبه پر و رځ د زمري پر ۷ مه د دولتي شرکتونو ریاست چارواکو خپلې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د راپور وړاندې کولو پرمهال د دولتي شرکتو ریاست سرپرست وویل، د زابل د تورې بند ترڅنګ د تورخم ښارګوټي اداري کمپلېکس بشپړ شوی او د غوري او جبل سراج د سېمینټو په کارخونو کې لسګونه زره ټنه سېمنیټ تولید شوي او دغه راز د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر اساس، یو میلیون جریبه ځمکه د قوشتپې کانال په شاوخوا کې دولتي شرکتونو ته لېږدلول شوې ده.

مولوي احمد جان بلال وايي، په ټولیز ډول د دولتي شرکتونو عواید لوړ شوي، خو دا عواید د شرکتونو پرلا پرمختګ او ودې لګول شوي دي.

د بلال په خبره، د ملي پراختیا شرکت په چوکاټ کې د انرژۍ صنعتي کمپلېکس رامنځته شوی چې په کې ښاري بسونه، د توکو د لېږد واګونونه، کرنیزه ماشینري، د صابون تولیدونکي ماشینونه او همداراز د میو وچولولو دستګاوې تولید شوې دي.

بلال په دې اړه وايي: « د انرژۍ مرکز تر عنوان لاندې د صنعتي کمپلېکس رامنځته کېدل. په یاد کمپلېکس کې کرنیز ماشین آلات، ښاري بسونه، د توکو د لېږد واګونونه، د اوبو د بندونو دروازې، د صابون د تولید ماشینونه، د مېوو وچولو دستګاوې او ځینې نور توکي تولید شوي دي.»

په همدې حال کې چارواکي د برېښنا په برخه کې له پرمختګونو خبر ورکوي او وايي، ګڼ شمېر سیمو ته د برېښنا شبکه پراخه شوې او له ۱۳۰ زیاتو ولسوالیو ته د شبکې غځېدو پلانونه چمتو شوي دي.

د دوی په خبره، د برېښنا داخلي تولید زیاتولو لپاره لسګونه میلیارده افغانۍ پانګه راجلب شوې چې ورسره به په کوردننه زرمېګا واټه برېښنا تولید شي.

د برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وايي: « تقریبا ً ۷۰ میلیارده افغانۍ له داخلي او خارجي شرکتونو له خوا افغانستان ته راوړل کېږي او دلته به د ۱۰۰۰ مېګا واټه برېښنا د تولید ترڅنګ، زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شي او سلګونه زره کورنیو ته به د برېښنا د تولید شبکه وغځول شي.»

د دولتي شرکتونو ریاست سرپرست مولوي احمد جان بلال وايي: « د ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې د برېښنا شرکت د داخلي تولید د زیاتولو په موخه، له پانګوالو سره د ۶۱۹ مېګاواټه برېښنا چې شاوخوا ۵۹۱.۶ میلیونه ډالرو ارزښت لري، قراردادونه لاسلیک شوي او چارې یې جریان لري. د روان کال په لړ کې به په مجموعي توګه تر ۱۰۰۰ مېګا واټو پورې د برېښنا د داخلي تولید پروژې عملا ً پیل شي.»

همدا راز، د دولتي شرکتونو چارواکي زیاتوي، په تېر کال کې ۳ میلیونه ټنه نفتي توکي وارد شوي.

دوی وايي، اوس مهال په کور دننه د نفتي مواد تولید په ورځني ډول تر۷۰۰ ټنو دی او هڅې روانې دي چې دغه کچه نورهم لوړه شي.

د نفتو او ګازو شرکت رییس محمد نصیر رحیمي وايي: « په کلني ډول تقریبا ً ۳.۵ میلیون ټنه د نفتي توکو واردات لرو. زموږ داخلي تولید تقریبا ً په ورځ کې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ ټنو دی او د زیاتولو لپاره یې کار روان دی او کېدای شي په نږدې راتلونکي کې زیات شي؛ ځکه چې نوي څاه ګان کیندل شوي دي.»

د دولتي شرکتونو ریاست سرپرست بیا وايي، په دې برخه کې تر ۲۲ میلیارده افغانیو پانګه جذب شوې چې د هوکړه شویو پروژو په تطبیق سره به د دغو شرکتونو عواید له ۳۰ میلیارد افغانیو واوړي.

د دولتي شرکتونو ریاست سرپرست مولوي احمد جان بلال په دې اړه وايي: « د تېر کال په جریان کې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست له لوري د برېښنا د تولید، د معدونو د استخراج او پلورلو، مختلفو خدمتونو، د تېلو د پمپونو او مازادو جایداتونو په برخه کې د مختلفو شرکتونو ۲۳ مشارکتي قراردادونه او طرحې منظورې شوې چې پر بنسټ یې خصوصي سکټور شاوخوا ۲۲ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي. د دې پانګونې په نتیجه کې به امارتي شرکتونه په راتلونکې کمه موده کې شاوخوا ۳۲ میلیارده افغانیو پورې عواید ولري.»

د دولتي شرکتونو چارواکي دغه راز وايي، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست له لارې یې ګڼ شمېر سیمو ته لسګونه کیلومټره د اوبو شبکه رسولې او ګڼ شمېر نورې پروژې ترکار لاندې دي.

د چارواکو په خبره، د قوشتپې کانال د لومړي فاز چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې، د پلونو او سربند چارې هم بشپړېدو ته نږدې شوې او دغه راز د دې کانال د دویم فاز چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او په بنسټيزو چارو یې کار روان دی چې تر اوسه ۴۰ سلنه پرمختګ لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist