Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې امنیتي ځواکونو یو ډاکټر له انسان تښتونکو ژغورلی

خوست کې امنیتي ځواکونو یو ډاکټر له انسان تښتونکو ژغورلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/30

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ډاکټر غورځنګ چې تېره جمعه جلال اباد کې د خپل کار ځای ته په لاره اختطاف شوی و، خوست کې د خپلې کورنۍ غړو ته وسپارل شو.

د خوست ځایي چارواکي وایي، په دې عملياتو کې څلور تنه هغه اختطافګر چې د یاد کس له کورنۍ یې د نوموړي د خلاصون په بدل کې د ۷۰۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه، د استخباراتو رياست منسوبينو له خوا نيول شوي دي.

 د خوست والي عبدالقیوم روحاني وايي: « د غورځنګ په نوم ډاکټر چې درې ورځې وړاندې له جلال اباد تښتول شوی و او تښتوونکو یې له کورنۍ د خلاصون په بدل کې ۷۰۰ زره ډالر غوښتل، تېره ورځ د خوست ولایت ببرک تاڼه کې وژغورل شو او تښتوونکي هم ونیول شول.»

په ورته مهال، د غورځنګ په نوم دغه ډاکټر وايې، اختطافګرو د اسختباراتو له نامه په ګټنې موټر ته پورته کړی و.

د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی ډاکټر وايي: « له ننګرهار یې چې څنګه راجګ کړم، په سیټ کې یې کېنولم او وویل چې ځو ریاست ته. ما ته لاره معلومه وه او پوه شوم چې ریاست ته مې نه وړي. بیا یې راته وویل چې مولوي صاحب امر کړی چې سترګې یې وتړي. بیا یې سترګې را وتړلې، لاسونه مې یې ولچک کړل او شاته یې د موټر ډالې ته واچولم.»

د ژغورل شوي ډاکټر د کورنۍ غړي وایي، تېرې څو ورځې پرې سختې تېرې شوې.

دوی له امنيتي ځواکونو مننه کوي چې په ډېره لنډه موده کې يې ورته د کورنۍ یاد غړی پيدا او سپارلی دی.

د تښتول شوي کس ورور سباوون وايي: « زموږ مور اوبه او ډوډۍ هېڅ نه خوړل، خو کله چې له خوست احوال راغی، بیا یې ډوډۍ وخوړله.»

د تښتول شوي کس ماما سردار ولي وايي: « که د دوی مرسته نه وای، د ده پیدا کول ډېر مشکل کار و. الله دې اجر ورکړي چې په ډېر کم وخت کې یې را پیدا کړ. که لږ نور وخت تېر شوی وای، دی خو به ژوند راتله که نه، خو زموږ کور کې به له غمه نور خلک مړه شوي وای.»

که څه هم ځایي چارواکي مجرمینو ته د سزا او غیر قانوني کړنو په مخنیوي کې د هڅو ډاډ ورکوي، بله خوا خلک له سرپرست حکومته غواړي چې په ورته پېښو کې ککړو کسانو ته سخته سزا ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist