Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/30

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل وروستي خبري کنفرانس کې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو د خپل هېواد وروستی دریځ اعلان کړ.

اسماعیل بقايي په دې اړه د روسیې وروستي اقدام ته په اشارې ویلي، هېوادونه د خپلو ملي ګټو پر اساس خپلمنځي اړیکې ساتي او ایران هم همدې ګټو ته په کتو په دې برخه کې دریځ نیونه کوي.

نوموړي په راتلونکي کې دې احتمال ته د یوې پوښتنې په ځواب کې له افغانستان سره د هر اړخیزو اړیکو پر دوام ټینګار کړی او زيات کړې يې ده چې ايران د رسمیت پېژندنې په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه د وضعیت له بشپړې ارزونې وروسته اعلانوي.

بقايي په دې اړه وايي: « د رسمیت پېژندنې د موضوع په اړه باید ووایم. هو! ځینو هېوادونو دا کار کړی، خو د رسمیت پېژندلو موضوع یوه حاکمیتي پرېکړه ده او هېوادونو خپلو مصالحو او منافعو ته په کتو پرېکړه کوي او موږ دغو پرېکړو ته احترام لرو. موږ له افغانستان سره په ګڼو برخو کې زیات تماسونه او مراودات لرو او هوډ لرو چې دغو ګټورو اړیکو ته ادامه ورکړو. د رسمیت پېژندلو په اړه هم هرکله چې موږ په دې اړه یوې پایلې ته ورسېږو، اعلان به وکړو.»    

بقايي دغه راز افغانستان ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په تړاو د رسنیو وروستي راپورونه ناسم بللي او وايي، دا خبر دقیق نه دی را اخیستل شوی.

نوموړي ویلي، تر دې دمه دوی ته په دې اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم دامهال پزشکيان کابل ته د سفر خاص پلان لري.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: « هغه څه چې په دې اړه رسنیو کې راغلي، شاید په کره توګه یې انعکاس نه وي موندلی. اوس مهال افغانستان ته د ښاغلي ولسمشر د سفر په اړه موږ ته څه نه دي ویل شوي؛ هغه څه چې مطرح شول د ایران اسلامي جمهوریت د علاقې او لېوالتیا څرګندونه او له افغانستان سره پر ښو اړیکو او ښه ګاونډيتوب ټینګار و.» 

د سیاسي چارو شنونکي له امریکا او په سیمه کې له هېوادونو سره د ایران ناسمو روابطو ته په کتو اټکل کوي چې ایران د خپل سیاسي ملاتړ ډېرولو او له غربي نړۍ سره په اړیکو کې د رامنځته شوي درځ ډکولو له امله په افغانستان کې له اوسني حکومت سره تعامل ته اړ دی.

د دې لامل ترڅنګ، له افغانستانه د ورتلونکو اوبو او د سوداګریزې راکړه ورکړې او له امریکا سره د سیالۍ لپاره هم ښايي ایران ډېر ژر د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه اعلان کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی وايي: « ایران ناچار دی او له روسیې وروسته به د ګاونډیو په قطار کې خامخا افغانستان پررسمیت پېژني، ځکه ورځ تر بلې پر ایران د نړۍ کړۍ راتنګېږي. پر ایران د اسراییلو له برید وروسته، ایران سخت کمزوری شو او ویې ښودله چې د ایران هوايي حریم ډېر ژر د اسراییلو لاس ته ورغی.»          

له دې هر څه سره، د ایران بهرنیو چارو وزارت داسې مهال افغانستان ته د دې هېواد د ولسمشر د راتګ په تړاو د بې خبري اعلان کوي چې تر دې درې ورځې وړاندې د روانې جولای میاشتې په ۲۶مه یې افغانستان ته د خپل سفر په تړاو د چمتووالي خبر ورکړی و.

نوموړي د بهرنیو چارو وزارت له اړونده رییسانو او مدیرانو سره په ځانګړې ناسته کې ویلي و چې غواړي له خپلو ګاونډیو په تېره بیا له افغانستان سره خپلو اړیکو ته وده ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist