Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرنې وزارت تېر کال د ۱۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې پلې  کړې دي

کرنې وزارت تېر کال د ۱۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/29

دا ځل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په تېر یوه کال کې د خپلو چارو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دې وزارت چارواکو خبریالانو ته وویل چې په تېر یوi کال کې یې د څه باندې ۱۹۰میلیون, ډالرو په ارزښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې پروژې تطبیق کړې دي.

د دې وزارت چارواکي زیاتوي، په دغو پروژو کې د مالدارۍ د پرمختګ ترڅنګ، د اوبو لګولو سیسټمونه، د کرنې د مکانیزه کول، پر کروندګرو د زرګونه ټنه اصلاح شویو تخمونو، سپینې او تورې سرې وېشل شامل دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین مولوي صدراعظم عثماني وايي: « د ۱۹۲ میلیون, ډالرو په ارزښت ۱۱۸ د همکارو موسسو په مرسته، ۱۵۴ زراعتي، مالداري او آبیاري پروژې تطبیق شوې دي.»

همدارنګه د کرنې وزارت چارواکي وايي، په بېلا بېلو برخو کې لاسته راوړنې لري، خو اوس یې د هېواد ځنګلونه چې د اقلیم د بدلون مخنیوي کې مهم رول لري، ۸۰ سلنه خوندي کړي او په همدې موخه د ځنګلونو د ساتنې ځانګړی ځواک چې د شنې قطعې په نوم یادیږي، رامنځته شوی دی.

د دې وزارت د اوبو لګولو معین زیاتوي، ۲۰ سلنه پاتې ځنګلونه چې لاهم وهل کېږي، د خوندیتوب لپاره یې جدي هڅې پیل شوې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو معین مولوي باز محمد فیضان وايي: « موږ چې سروې کړې، ۸۰ فیصده جنګلات محفوظ دي، خو ۲۰ فیصده اوس هم کم خلک د خپلې شخصي استفادې لپاره له جنګلاتو استفاده کوي. هڅې روانې دي چې دا ۲۰ فیصده هم مخنیوی وکړو.»

په همدې حال کې د دې وزارت چارواکي زیاتوي، د اسلامي امارت د رهبر په حکم د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ رامنځته شوې دي چې اوس د ولسوالیو پر کچه د اداري واحدونو په توګه منل شوې هم دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استملاک رییس عبدالعلي عمري وايي: « د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې، د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ تازه تأسیس شوې ولسوالۍ چې په کې بدخشان، لغمان، بادغیس، فاریاب، بلخ، کندهار، نورستان ولایتونه شامل دي. د فني او تخنیکي هئیتونو له برسیو وروسته په رسمي توګه د هېواد په اداري تشکلاتو کې اضافه شوې دي.»

په ورته مهال، د کرنې وزارت چارواکي وايي، د کرنې او مالدارۍ د ودې او عصري کېدو لپاره له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره تړونونه هم لاسلیک کړي چې تر ډېره د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په ګټه دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین مولوي صدراعظم عثماني وايي: « له ګاونډیو هېوادونو سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ښې اړیکې رامنځته شوې او له ځینو هېوادونو سره تفاهم نامې هم لاسلیک شوې دي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سلاکار میرویس خوږیاڼی وايي: « په دې اړه موږ ښه تړونونه له اوزبېکستان هېواد سره لرو. هغوی موږ سره وعدې کړې چې د کرنې مکانیزه کولو په برخه کې به افغانستان سره کار کوي او هېواد به یې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره یو ښه مارکېټ جوړ شي. اوزبېکستان زموږ نږدې ګاونډی دی او په لږو مصارفو کولی شو خپل کرنیز توکي هغه هېواد ته ولېږدوو. د افغانستان وریجې په اوزبېکستان کې ښه بازار لري. همدارنګه له ایران سره ښه تړونونه لرو او تل له موږ غوښتنه کوي چې خام مواد له دې ځایه واخلي.»

په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبو لګولو معین وايي، د چک ډیمونو جوړونې په برخه کې د دوی له لوري وړاندیز شوې بودیجه پوره نه ده ورکړل شوې چې امله یې نه دي توانېدلي په پام کې نیول شوي ټول چک ډیمونه جوړ کړي.

چارواکي دغه راز وايي، که وړاندیز شوې بودیجه په واک کې ورکړل شوې وای، د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو ساتنې په موخه به یې د هېواد په هرې ولسوالۍ کې یو چک ډیم جوړ کړی و.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو معین مولوي باز محمد فیضان وايي: « موږ خپله بودیجه پېشنهاد کړې وه، که په هماغه اندازه موږ ته بودیجه راکړل شوې وای، موږ به د افغانستان په هر ولسوالۍ کې یو یو چکډیم جوړ کړی وای. بودیجه کمه راکړل شوې او پر هغو چکډیمونو کار روان دی چې موږ یې ضرورت بولو.»

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو په خبره، تېر کال د وکالې او مرابحې له لارې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ودې لپاره بزګرانو ته نږدې یو نیم میلیارد افغانۍ پور ورکړل شوی.

د دوی په وینا، د کرنې په سکټور کې یې د متوازنې پراختیا او همدا راز د بڼوالۍ، مالدارۍ او فارمدارۍ په برخو کې داسې ګټورې پروژې عملې شوې چې د ټول هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې دي.

د کرنې وزارت چارواکي دغه راز وايي، اوس په ټول هېواد کې د چرګانو د فارمونو شمېر ۳ زره ۵۰۰ ته رسېدلی او د دې ترڅنګ دغه وزارت بریالی شوی چې په تېرکال کې له ۱.۵ میلیون جریبو زیاته غصب شوې ځمکې را وګرځوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist