د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د ګله بېد بند تازه د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې(یو.اېن.ډي. پي) له لوري د شاوخوا ٢٠ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا بند چې څه باندې یومیلیون متر مکعبه اوبه زېرمه کوي، له ٢٥٠ تر٣٠٠ هکټاره ځمکه خړوبوي او هیله مندي شته چې تر ځمکې لاندې اوبو سطحه به هم ورسره لوړه شي.
د هلمند اوبو او انرژۍ ریاست د انجنیرۍ خدماتو مدیر انجنیر فریدون وايي: « د ملګرو ملتونو نړیوال پراختیايي پروګرام له خوا د دې بند لپاره بودیجه ځانګړې شوه او د شاوخوا ۱۹.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۸ میاشتو په جریان کې دا بند جوړ شو. دا بند د ۱ میلیون او ۵۶ زره مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او د باراني اوبو د کنټرول، ترځمکې لاندې اوبو د سطحې را لوړول او په سیمه کې د تمدن لپاره د زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی.»
د پروژې انجینر عزیز مبین وايي: « دا بند له یومیلیون مترمکعب ډېرو اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې ۱۲ متره لوړ، ۲۳۵ متره اوږد او ۶۵ متره سور لري.»
واشېر کې سیمه ییز مسوولین له روانو پروژو سربېره د نورو پروژو د پيل کېدو خبر ورکوي.
د واشېر ولسوال علي احمد احسان وايي: « له دې پروژې سره به د واشېر ولسوالۍ د ډېرو خلکو ستونزې حل شي. موږ هڅه کوو د واشېر د خلکو لپاره دغه شان نورې پروژې هم پلې کړو.»
د سیمې اوسېدونکي چې وچکالیو یې ژوند له کړاوونو ډک کړی، په سترګو کې د خوښۍ او راتلونکي ته د امېدونو څرک په کې له ورایه ښکاري، خو دوی غوښتنه کوې چې سرپرست حکومت باید د هغو سیمو لپاره هم کار وکړي چې د دې بند اوبه ورته نه رسېږي.
د هلمند د واشېر ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: « موږ د دې بند جوړېدو ته ډېر خوشاله یو. موږ مجبوره شوي وو چې دا خپل کلي پرېږدو. زموږ خلکو حتا د څښاک اوبه هم نه لرلې، خو اوس دا تمه پیدا شوې ده.»
د واشېر یوبل اوسېدونکی وايي: « دا بند ټولې ولسوالۍ لپاره بسنه نه کوي، موږ د نورو چک ډیمونو او بندونو د جوړېدو غوښتنه کوو. دا بند به یوازې د ځینو سیمو ستونزې حل کړي.»
د ګله بېد بند د ودانولو پروژه د واشېر ولسوالۍ خلکو ته د بیا ژوند پیل ګڼل کېږي.
خلک وايي که دا ډول رغنیزې هڅې دوام ومومي، نه یوازې وچکالۍ ته به ماتې ورکړل شي بلکې د زرګونو خلکو به خپل راتلونکې ته هم هیله پيدا شي.