Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: اقلیمي بدلون د افغانستان یو شمېر سیمې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي

اوچا: اقلیمي بدلون د افغانستان یو شمېر سیمې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/29

په افغانستان کې د وچکالۍ په تړاو د اندېښنو په دوام، تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، د اقليمي بدلون د ناوړه پايلو په نتيجه کې په افغانستان کې د تودوخې زیاتوالي، پرله پسې وچکالۍ، سېلابونو راوتو، د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د ځمکو او ځنګلونو تخریب له امله د افغانانو ژوند له ننګونو سره مخ دی.

دې ادارې په خپل تازه راپور کې زياته کړې، د شدیدې ګرمۍ، د ورښتونو کمېدو او د خاورې وچېدو له امله چې د اقليمي بدلون د اغېزو پايله ده، د افغانستان ځينې سیمې له جدي ننګونو سره مخ دي.

د راپور یوه برخه: « د روان کال جولای میاشتې تر پایه د ټول هېواد پر کچه له اوسط کم ورښت او لوړ حرارت تشخیص شوی چې له امله یې د افغانستان لوېدیځ، شمالي، شمال ختیځ او مرکزي زون یو شمېر ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. وړاندوينې ښيي چې د ورښت د دوامداره کمښت او د حرارت لوړېدو له امله به د اوړي په وروستيو مياشتو کې د څارويو لپاره خوراکي توکي په لوړه کچه کم شي.»

له دې وړاندې خلکو او په ځانګړې توګه بزګرانو ويلي وو چې د اوبو کمښت له امله دوی ته ستر زیانونه اوښتي او کرنیزې ځمکې یې د اوبو د کمښت له امله ویجاړې شوې دي.

له دې سره هم مهاله د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي، سلګونه کورنۍ د اوبو کموالي له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د دوی په خبره، وروستیو کلونو کې د اوبو له کمښت سره مخ دي او له سرپرست حکومت غواړي چې دې ستونزې ته يې رسېدنه وکړي.

د شاولیکوټ اوسېدونکی عبدالقیوم وايي: « موږ د سهار په څلورو بجو دا کوچنی حوض ډکوو، خو څاه مو وچه شوې ده، دایمې اوبه نه راکوي.»

د کندهار اوسېدونکی قدرت الله وايي: « وچکالي ورځ تر بلې ډېرېږي، زموږ باغونه وچ شول. زموږ غوښتنه دا ده چې د اوبو بندونه وتړل شي او اوبه را ډېرې شي. دلته اوبه نه شته او سطحه یې ښکته تللې، ډېرې په تکلیف یې را وباسو او د هر سړي وس نه په رسېږي.»

د چاپيریال ساتنې ملي ادارې چارواکي هم په تېر کې د اقليمي بدلون ناوړه پايلو په نتيجه کې د رامنځته شوې وچکالۍ له امله د خلکو اغېزمنېدل مني او زياتوي چې د اوبو سطحې ټیټوالی، د تودوخې درجې لوړوالی او د ورښتونو کمېدل هغه عوامل دي چې ځينو ولايتونو کې یې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.

چارواکي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د اقلیم بدلون او وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال زین العابدین عابد وايي: « د دې اضرار پر عام ولس او د جامعې پر هر وګړي پرېوځي. وچکالي د دې سبب شوې چې په ځینو ځایونو کې خلک له خپلو مېنو کډې بار کړي.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویاند محب الله بهار وايي: « دغو ستونزو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور ډېر سخت ځپلی او اغېزمن کړی. هغه خلک چې ژوند یې پر کرنه او مالدارۍ چلېږي، اوس له ستونزو سره مخ دي؛ ځکه چې وچکالۍ د دوی کرنیز محصولات او څاروي اغېزمن کړي او له بلې خوا د للمي غنمو کښت هم متأثر شوی دی.»

د چارواکو په خبره، د هېواد ۲۰ سلنه طبیعي یخچالونو وېلې کېدل، دوامداره وچکالي، ویجاړونکي سېلابونه او د ځنګلونو له منځه تلل په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو ناوړه پايلو اصلي لاملونه دي.

له دې وړاندې هم اوچا په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی او هغه مهال یې اندېښنه ښودلې وه چې يادې وچکالۍ تر نورو ډېر د کرنې سکټور اغېزمن کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist