د افغانستان ستر صنعتي ولایت هرات کې دا مهال څه باندې ۱ زر ۱۶۰ لویې تولیدي کارخوني فعالیت لري، خو د ایران وارداتي برېښنا کمښت او برېښنا پرچاویو زیاتوالي سره، د تولیدي کارخونو فعالیت او د کورنيو تولیداتو د تولید بهیر ټکنی شوی.
د دې ولایت صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي، د شته کارخونو لپاره اوس مهال ۱۰۰ مېګا واټه برېښنا ته اړتیا ده، خو په خبره يې لاهم صنعتي ښارګوټو کې دغه مقدار برېښنا نه ده برابره شوې.
د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « اوسمهال موږ تر ۱۰۰ مېګاواټه ډېرې برېښنا ته ضرورت لرو. موږ ډېرو فابریکو ته ماشینري راوړې ده، خو د برېښنا کموالي له امله نه شو کولی خپل فعالیت پيل کړو، نو دا یوه لویه اړتیا ده.»
د برېښنا پرچاويو زیاتوالي د کورني تولیداتو ترڅنګ د عامو وګړو ژوند او ورځنۍ چارې هم ټکنۍ کړې دي.
دوی وايي، د برېښنا پرچاوۍ له امله په عادي توګه خپلو کارونو ته رسېدنه نه شي کولی.
د خیاطۍ دوکان لرونکی میرویس محمدي وايي: « د مثال په توګه، موږ خیاطان که برېښنا ونه لرو، هېڅ کار نه شو کولی. زموږ ټول کارونه پر برېښنا کېږي خو چې برېښنا نه وي، موږ او دا کورنۍ ډېرې په تکلیف وي؛ ځکه کوچني ماشومان لري او ناروغان کېږي.»
د هرات اوسېدونکی حبیب الله وايي: « د برېښنا د کمزورتیا له امله زموږ کور کې یخچال وسوځېده. موږ خو ورسره عادت شوي یو، خو هغوی چې بهر یې ۲۴ ساعته برېښنا لرله، اوس چې دلته راځي نو دا ورته ډېره سخته وي چې له برېښنا پرته ژوند وکړي.»
په ورته مهال، ځایي مسوولین یاد ولایت کې د برېښنا کمښت ستونزه مني، خو ډاډ ورکوي چې د دې ولایت حوض دښت سیمه کې د ۲۰۰ مېګاواټو بادي برېښنا او ګذرې ولسوالۍ کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو په بشپړېدو سره به یاده ستونزه حل شي.
د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د بادي او سولري برېښنا په ګډون هغه سترې پروژې چې په هرات ولایت کې د برېښنا په برخه کې پيل شوې دي، کولی شي د هرات ولایت د برېښنا لویه برخه ستونزې هوارې کړي. د دې پروژو په بشپړېدو سره به د ښاري او صنعتي برخو ستونزې رفع شي.»
دا په داسي حال کې ده چې هرات ته ۱۲۰ مېګاواټه برېښنا له ترکمنستان او ۲۵ مېګاواټه برېښنا له ایران هېواد واردیږي.