د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، له نړیوالو بندیزونو سره سره د هېواد اقتصادي وضعیت ثابت پاتې شوی.
مولوي امیرخان متقي د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د یوې دینې مدرسې پرانست غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، د کانونو سالم استخراج، د لویو او وړو کارخونو پرانیستنه، د صادراتو او وارداتو مدیریت هغه څه دي چې د هېواد اقتصاد یې ثابت ساتلی.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، په تېرو څلورو کلونو کې هڅه شوې چې په سیاسي ډګر کې هم له ۴۰ زیاتو هېوادونو سره سیاسي اړېکې ورغول شي.
متقي په دې اړه وايي: « د تېرو څلور کلونو په موده کې د زیاتو بندیزونو سره سره مو وکړای شول چې خپل اقتصاد برقراره، د کانون سالم استخراج، بېلابېلو برخو کې د لویو او وړو فابریکو پرانیستې، نشه یي توکو کرکیلې، قاچاق مخنیوي، صاراتو، وارداتو او د مهاجرینو ښه مدیریت او کنټرول ترسره کړو.»
د اقتصاد وزارت چارواکي هم مني چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ثابت پاتې شوی او د دې لپاره یې هڅه کړې چې لویې زېربنایي پروژې پلې، له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره مثبتې اړېکې ولري.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: « له خصوصي سکټور ملاتړ او لازمو اسانتیاوو برابرول، د صادراتو وده او د سیمې هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو پراختیا، د افغانیو د ارزښت ساتل او د یو شمېر پراختیايي او زېربنايي پروژو د چارو پيل کېدو له امله په هېواد کې اقتصادې وده رامنځته شوې.»
د اقتصادي چارو شنونکي بیا د هېواد د سیاسي ثبات لپاره اقتصادي ثبات مهم بولي او وایي، د نړۍ پرمختللي هېوادونه هم په پیل کې له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شوي او بیا یې په نورو برخو کې پرمختګ کړی.
د دوی په باور، د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره اړتیا ده چې په کوردننه پراخه پانګونه وشي، ترڅو د خلکو پر ژوند هم مخامخ مثبت اغېز ولري.
د پوهنتون استاد او اقتصادي شنونکی محمد شبیر بشیري وايي: « په یوه هېواد کې اقتصادي ثبات د سیاسي او پراختیايي ثبات له ستراتیژیکو اړتیاوو دی. د یوه ایډیال اقتصادي ثبات په لرلو سره کولی شو سیمه او نړۍ کې ښه سیاسي ثبات هم ولرو.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « تاسو پوهېږئ چې بشري مرستې یوځل مصرف مرستې دي او هېڅ ډول اقتصادي ارزښت نه لري او یوازې کولی شي هېواد کې د بېوزلۍ له ډېرېدو مخنیوی وکړي. دغه مرستې هغه مهال ګټورې ثابتېدای شي چې د افغانستان اقتصادي ملاتړ وکړي، یانې دا چې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو په جذب کې مرسته وکړي.»
ځینې نور بیا وایي، که څه هم اوس وخت په افغانستان کې ګراني ده، خو د افغانیو ثبات تر ډېره د قحطۍ مخه نیولې.
دوی ټینګار کوي چې د بېوزلۍ له منځه وړلو او کارموندلو په ګډون چارې داسې اقداماتو ته اړتیا لري چې په کوردننه اقتصاد پیاوړی، ټولنیز خدمتونه له خنډونو وساتل شي او خلکو ته د کار موندنې په برخه کې اسانتیا رامنځته شي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « افغانستان کې اوس هم د غربت کچه ډېره لوړه ده او د مالي او فزیکي پانګې د فرار بحث ډېر پراخ دی او په ډېر ولایتونو کې په اسانۍ سره مشاهده کېږي چې خلک د کار او عاید په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.»
تېر کال نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي و چې د افغانستان اقتصاد په تدریجي او ورو ډول وده کوي، خو هم مهاله د مالي فشارونو، پراخ سوداګریز کسر او دوامدارې بېوزلۍ او د خوړو نه خوندیتوب له امله یې حالت ناڅرګند دی.
په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان ناخالص تولید ۲.۵ سلنه اټکل شوی و چې د اقتصادي پراختیا دویم پرلپسې کال بلل کېده.
دغه وده تر ډېره د کرنې، کان کېندنې، ساختماني او سوداګرۍ چارو په برخو کې شوې وه.