د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو کمښت ستونزه چې په دې وروستیو کې يې د ښاريانو اندېښنې زياتې کړې دي، د سرپرست حکومت چارواکي يې د حل ژمنه کوي.
تازه د دولتي شرکتو د مسوولینو له خوا د یونيسف په مالي لګښت یوه پروژه پرانیستل شوه چي له مخې به يې د قرغې له سيمې څخ اوبه د کابل پولي تخنیک پوهنتون زېرمې ته انتقال شي.
چارواکي وايي، د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو له کمښت سره مخ دی او ډاډ ښي چې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدمات کوي.
دوی له نړیوالو موسسو غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته د رسېدو لپاره ورسره مرسته وکړي.
د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف وايي: « زموږ له څپاندو سیندونو هره ورځ میلیاردونه مترمکعب اوبه له هېواد بهر ځي، که موږ له دې معقوله ګټه واخلو او مدیریت شي، ښکاره خبره ده چې موږ به له دې ډول قحطۍ او د اوبو له نه شتوالي سره نه مخ کېږو.»
په ورته مهال، یو شمېر نور چارواکي وايي، یاده پروژه به د کابل ښار۱۰ ناحیو کې شاوخوا ۷۰ زره کسانو ته پاکي اوبه ورکړي چي تر یو بریده به د خلکو ستونزې ورسره حل شي.
دوی له خلکو غوښتنه کوي چې د اوبو په مصرف کې له احتیاط کار واخلي.
د دولتي شرکتونو رییس احمدجان بلال وايي: « کابل د اوبو له کمښت سره مخ دی، دا یوه جدي ستونزه ده. څرنګه چې د اوبو رسولو شرکت رییس ورته اشاره وکړه، موږ دا موضوع څو ورځې وړاندې د کابینې په غونډه کې راپورته کړه، ترڅو د کابل ښاریانو دې ستونزې ته پر لوړه کچه رسېدنه وشي. وړاندې له دې چې دا ستونزه نوره هم لویه شي، موږ تکل کړی چې خپل توان او امکاناتو ته په کتو دغې ستونزې ته یو حل را پیدا کړو.»
همدارنګه، د کرنې اولو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، سرپرست حکومت هڅه کوي په ولایتونو او ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو په موخه چک ډیمونه جوړ کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت مسلکي معین صدراعظم عثماني وايي: « وروڼو! زموږ مسوولیت دا دی چې عامه پوهاوی وکړو او هېوادوال په دې پوه کړو چې د اوبو سطحه لاندې روانه ده او له ستونزو سره مخامخ کېږو. که زموږ د اوبو مدیریت په سمه توګه وشي، ستونزو خلاصېدای شو.»
په ټوله کې له سرپرست حکومت غوښتنې دا دي چې په کوردننه دې د اوبو په لویو بندونو کارونه پیل کړي او ګاونډيو هېوادونو ته روانې اوبه دې مهار کړي.
دا په داسې حال کې ده چي تر دې وړاندې یو شمېر سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې وه چي تر ۲۰۳۰ کاله به کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه کمې او خلک به د پاکو اوبو له جدي کمښت سره مخ شي.