په ننګرهار کې د ختیځ زون پر کچه لویه دولتي چاپ خونه یا مطبعه تر ډېره د دولتي ادارو د چاپ اړوند کارونه ترسره کوي.
د دې مطبعې کارکوونکي وايي، وروستیو کې دې چاپ خونې ته نوي ماشینونونه اخیستل شوي او ورسره نه یوازې د چاپ ظرفیت لوړ شوی بلکې دوی توانېدلي چې د دولتي ادارو له غوښتنو سربېره، له بازار څخه هم ځینې فرمایشونه واخلي او اجراء یې کړي.
د ختیځ زون دولتي مطبعې کارکوونکی حمید الله وايي: « موږ دلته مجلې، اخبار، شخصي کتابونه او هر ډول رنګه یا ساده فرمایشونه اخلو او د چاپ چارې یې ترسره کوو. موږ کولی شو له خصوصي سکټور سره سیالي وکړو او له هغوی په ارزانه بیه چاپ وکړو.»
د ختیځ زون د دولتي مطبعې بل کارکوونک نظیف الله وايي: « موږ سره نوي ماشینونه فعال شوي او کارونه مو ډېر ښه شوي دي. له دې وړاندې به کارونه ډېر ځنډېدل، خو اوس په ساعتونو کې کار ترسره کېږي. هر څومره چې عاجل کار وي، موږ یې ترسره کولی شو.»
د دې مطبعې مسوولین وايي، دوی اوسمهال په ساده او رنګه ډول بېلابېل چاپي خدمات وړاندې کوي او په خبره یې، اطلاعاتو او کلتور وزارت ورسره ژمنه کړې چې د چاپ اړوند بېلابېل ډوله نوي ماشینونه به هم د دوی په واک کې ورکوي.
د ختیځ زون د دولتي مطبعې مالي او اداري مدیر همت الله روحاني وايي: « په دې مطبعه کې شخصي او دولتي کارونه دواړه ترسره کېږي. چارواکو له موږ وعده کړې چې نور نوي ماشینونه به هم راکوي، ترڅو کارونه نور هم چټک شي.»
روحاني همداراز زیاتوي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې خصوصي سکټور ته د کارونو ترسره کولو له درکه د دولت خزانې ته یو میلیون افغانۍ جمع شوې دي.
روحاني زیاتوي: « د دې مطبعې عواید د رسمي اوراقو، کتابونو، مجلو او اخبار له درکه دي. موږ تقریبا ً یو میلیون افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته ورکړي دي.»
د ختیځ زون دولتي مطبعه په لومړیو کې یوازې په دې موخه جوړه شوې وه چې د دولتي ادارو د چاپ اړوند چارې ترسره کړي، خو وروسیتو کې د وسایلو په زیاتېدو سره د بازارغوښتنې هم مني.