د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې، د یکشنبې پر ورځ عامې روغتیا وزارت خپلې یو کلنې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له خبریالانو سره شریک کړل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د معیاري او باکیفیته خدماتو وړاندې کولو ژمنه کوي او وايي، د تېرو کالو په پرتله د مور او ماشوم د مړینې کچه د پام وړ ټیټه شوې او د دې برخې لپاره نور پلانونه هم شته.
جلالي په دې اړه وايي: « موږ د مور او ماشوم د صحت او د دوی د مړینې کچې د معلومولو لپاره ابتدايي پروپوزل جوړ کړی او په تېرو څو لسیزو کې به دا لومړی ځل وي چې دا سروې به خپله د عامې روغتیا وزارت په تخنیکي او مالي ملاتړ ترسره شي. البته زموږ ارقام او معلومات ښيي چې د مېندو او ماشومانو په مړینه کې نظر تېرو کالونو ته د پام وړ کموالی راغلی.»
چارواکي وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې له ۴ زرو زیات روغتونه او روغتیايي مرکزونه لري خو له ۳۰۰ زیاتو ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو لپاره بودیجه ترلاسه شوې او لومړنۍ چارې یې هم ترسره شوې دي.
دوی زیاتوي، په تېر یوه کال کې بستري خدمتونو، لوی او واړه جراحي عملیاتو، د هیموډیالیز، ای سي او، زیږون، تشخصیه خدمتونو، فېزیو ټراپي، سترګو اړوند خدماتو، په نشه یي توکو روږدو کسانو او سرطاني ناروغانو د درملنې په برخو کې میلیونه روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د عامې ورغتیا وزارت مالي او اداري معین ملابخت الرحمان شرافت وايي: « په مجموع کې موږ ۴ زره ۲۸۹ روغتیايي مرکزونه لرو چې په کې حوزوي، ولایتي او د ولسوالیو او کلیو پر کچه مرکزونه شامل دي. د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز او د امیرالمؤمنین د ځانګړي شفقت له مخې، د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو جوړولو په موخه، بودیجه ترلاسه او ابتدايي چارې یې ترسره شوي دي.»
د روغتیايي خدماتو معین عبدالولي حقاني وايي: « د روږدو درملنه ۴۶ زر ه ۷۳۶ تنه او د سرطان ناروغانو درملنه ۴۳ زره ۹۱۷ تنه.»
چارواکي دغه راز وايي، په تېر یوه کال کې د یو شمېر ولایتونو په روغتونونو کې د جدي مراقبتونو څانګې جوړې شوې او همدا راز په څلورو ولایتونو کې د سرطان د درملنې ۵۰ بستریز او د روږدو کسانو د درملنې څلور مرکزونه جوړ شوي دي.
عامې روغتیا وزارت د میلیاردونو افغانیو په ارزښت ګڼ شمېر روغتونونو ته د درملو، روغتیايي تجهزاتو او ناروغانو ته د خوراکي توکو رانیولو خبره هم کوي.
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ رییس داکټر سید رسول منګل وايي: « همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د مرکز په شمول، ۲۲ مرکزي، ۵ حوزوي او ۱۱ ولایتونو روغتونونو ته د ۲.۶ میلیارده افغانیو په لګښت درمل، طبي ملزمات، د ناروغانو لپاره خواړه، روغنیات او داسې نور مواد اخیستل شوي دي.»
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي خدمتونو د تنظیم رییس ډاکټر نعیم الله ایوبي وايي، په تېر یو کال کې په مرکز او ولایتونو کې نږدې ۱۱۰۰ ټنه بې کیفیته خوراکي او درملیز توکي له منځه وړل شوي.
ایوبي زیاتوي: « تېرکال په مرکز او ولایتونو کې ۱ زر ۷۷ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل له منځه وړل شوي چې ۵۱۸ ټنه په مرکز او ۵۵۹ ټنه په ولایتونو کې وو.»
په همدې حال کې د دې وزارت چاراکو له روغتیايي سکټورسره د نړیوالو مرستو له کمېدو اندېښنه وښوده، خو زیاته یې کړه چې هڅه کوي خلکو ته له خپلې داخلي بودیجې روغتیايي خدمات وړاندې او دغه سکټور پر ځان بسیا کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي: « دا چې له روغتیايي سيسټم سره د نړیوالو مرستې ورځ تر بلې کمېږي، پلان لرو چې اړوند برخو کې د نړیوالو مرستو ترڅنګ، له خپلې داخلي بودیجې هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړو او دا د روغتیايي خدماتو د ځان بسیاینې لپاره ستر ګام دی»
د عامې روغتیا وزارت په کلني راپور کې راغلي چې په تېر یوه کال کې د پولیو واکسین څلور کمپاینونه ترسره شوي چې دوه یې سراسري او دوه نور یې فرعي وو.
د دوی په خبره، په هرعمومي کمپاین کې له ۱۱ میلیونو ډېر له پنځه کالو کوچني ماشومان واکسین شوي دي.