Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تهران کې د یوې افغانې مېرمنې او درېیو ماشومانو جسدونه موندل شوي

تهران کې د یوې افغانې مېرمنې او درېیو ماشومانو جسدونه موندل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/28

د ایران د بشري حقونو سازمان(هه‌نګاو) راپور ورکړی چې د یوې ۲۵ کلنې افغان مېرمنې او د هغې د درېیو کوچنیو ماشومانو جسدونه د ایران پلازمېنې تهران په مرتضی ګرد سیمه کې موندل شوي دي.

راپور کې ویل شوې، د دې مېرمنې ماشومان د ۲ ، ۳  او ۵ کالو عمر لرونکي وو او د وژل شوې مېرمنې افغان تبعه خاوند د پېښې پر مهال ایران کې حضور نه درلود.

د راپور یوه برخه:« یوه ځوانه مېرمن چې د افغانستان تابعیت لري، له خپلو درېيو کوچنیو ماشومانو سره په خپل کې کور کې چې په تهران کې موقعیت لري، د سړې سلاح او زندۍ کولو له لارې په قتل رسېدلي. د دې ځوانې مېرمنې او ماشومانو جسدونه له قتل ۱۰ ورځې وروسته پیدا شوي دي.»

د رکنا په نوم رسنۍ هم چې د ایران له امنیتي نهادونو سره نیمه رسمي همکاري لري، د دې پېښې پخلی کړی.

رکنا رسنۍ ویلي: « د دې کورنۍ د غړیو جسدونو راپور د ګاونډویانو له خوا وروسته له هغې ورکړل شوی چې بد بوی یې له کوره خپور شوی. په قتل رسېدلي افغانان په یوه کرایي کور کې اوسېدل.»

د دې پېښې په تړاو په ایران کې د افغان کډوالو ترمنځ په داسې حال کې اندېښنې زیاتې کړې چې څه موده وړاندې د ۳۲ کلنې کبرا جسد هم له ۵۰ ورځو لادرکۍ وروسته ټوټه ټوټه په کثافاتو کې وموندل شو.

 دې ته ورته یوه بله پېښه کې د ۱۸ کلنې طاها رضایي جسد هم چې د ایران په یوه باغ کې په قتل رسېدلې وه، موندل شوی و.

د راپورونو پربنسټ، یو شمېر افغان کډوال د شکجنو، ربړونې او وهلو له امله په  قتل رسېدلي او یا هم پرته له کوم روښانه دلیل او د قضيې څېړلو د شفافې پروسې نه شتون له امله، په اعدام محکوم شوي دي.

په ورته مهال، د کډوالو د حقونو مدافعین په ایران کې د افغان کډوالو روان وضعیت انساني او اخلاقي ناورین بولي او زیاتوي چې دا کار په دې مانا دی چې هلته په ایران کې هېڅ کډوال انساني ارزښت نه لري.

د کډوالو د حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « که افغانان په مشکوکو شرایطو کې وژل کېږي دا پېښې روښانه رسنیز پوښښ او قانوني تعقیب ونه لري، مانا یې دا ده چې ایران کې د افغان مهاجر ژوند هېڅ ارزښت نه لري. دا یوه اخلاقي، ټولنیزه او قانوني فاجعه ده. هلته افغان مهاجرین هره ورځ له توهین، سپکاوي او غیر انساني چلن سره مخ دي.»    

د سیاسي چارو شنونکي بیا د دې پېښو او وضعیت دوام د دواوړ هېوادونو ترمنځ شته اړیکو پر زیان بولي او له ایراني چارواکو د دې ډول ناورینونو د مخنیوي غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « هغه کډوال چې په ایران کې ژوند کوي، له بده مرغه تل د ایران د اسلامي حکومت له خوا اعدامېږي، ځنځیري او هدفي وژنې هر وخت افغان مهاجرین ګواښي او دا د کورنیو پر روان او دغه راز د دواړو هېوادونو پر اړیکو ډېر منفي اغېز لري. زه هیله لرم چې ایراني چارواکي افغان کورنیو ته د لا ډېرو زیانونو اړولو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.»          

د دې راپور تر خپرېدو پورې مو هڅه وکړه چې د موضوع په تړاو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو زموږ پرله پسې اړیکو ته یې ځواب رانه کړ.

په تهران کې د افغانې مېرمنې او د هغې درېیو ماشومان وژنه یوه ترخه جنایي پېښه ده؛ دا د هغو قتلونو، وهلو، ټکولو او بې عدالتیو ځنځیر یوه کړۍ ده چې له کلونو راهیسې یې افغان کډوال په ایران کې تجربه کوي.

له دې سره، دا پوښتنه بې ځوابه پاتې کېږي چې آیا دغه قتل هم د نورو قضیو په څېر بې پلټنې پاتې کېږي که نه دا ځل به یې په اړه جدي ځواب غوښتل کېږي؟

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist