د ټولیز امنیت تړون سازمان او د همغږي کوونکو او د غړیو هېوادونو استازو په ګډه ناسته کې د افغانستان او تاجیکستان د ګډې پولې پر امنيت خبرې شوي.
د ياد سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې پولې خونديتوب په اړه بحثونه او مشورې د ناستې اصلي اجنډا ګڼل شوې.
خبرپاڼه کې ویل شوې تاجیکستان د دې ناستې د همغږۍ برخې مسووليت لري چې استازو يې د ترسره شوي لومړي پړاو په اړه ناستې ته جزييات وړاندې کړي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د ناستې ګډونوالو د وسلو، پوځي تجهيزاتو او تخنيکي اړتياوو پر تنظيم بحثونه وکړل، څو د دې سازمان غړيو هېوادونو د توليدي ظرفيتونو پر بنسټ مرستې تنظيم او د تاجیکستان سرحدي ځواکونو ته واستول شي.»
دغه خبرپاڼه د جولای پر ۲۵مه خپره شوې او په کې ويل شوي چې په دغه غونډه کې د ټولیز امنیت تړون سازمان سرپرست سرمنشي والېري سمیریکوف هم ګډون کړی و.
د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۲۸مه د ټوليز امنيت تړون سازمان د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې د امنيت خونديتوب په اړه د همکاريو زياتولو په موخه د لومړي پړاو ناسته وکړه.
د دې ناستې په تعقيب درې نورې ناستې هم په مسکو او دوشنبې کې د ياد سازمان پر مشرۍ شوي، خو پوښتنه دا ده، چې د سيمه ييزې ترهګرۍ اصلي ريښې چېرته او څه ډول عملي کېږي؟
د سیاسي چارو شنونکی ادريس محمدي ځاځی وايي:« له ګاونډیون افغانستان ته ستونزې پېښې شوې، حکومتونه چپه شوې دي، دلته ترور، اختطاف، ناامني او ذهنیت جوړونې په اړه دا د ګاونډیو لاسونه ول. یعني په افغانستان کې د هرې ناامنۍ تر شاه د ګاونډیو لاسونه دي. خو د ګاونډیو په حکومتونو کې، امنیت کې، ملتونو کې افغانستان نه په اوسني شرایطو کې لاسوهنه کړې او نه یې په تېرو وختونو کې لاسوهنه کړې.»
د سيمه ييز امنيتي وضعيت څارونکي ترهګري د نړيوالو قدرتونو د اهدافو يوه مهمه برخه بولي چې د دوی په خبره د سياسي نفوذ لپاره کارېږي او په دې اړه د اندېښنو مطرح کول يې هم د ستراتيژيکو موخو برخه ده.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« افغانستان د نړۍ لپاره او په ځانګړي ډول سیمې هېوادونو لپاره هېڅ ډول ګواښ نه دی او تل طالب چارواکو دا خبره کړې چې موږ د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې نه سیاسي لاسوهنه کوو او نه پوځي. ولې دا ګواښ موجود دی او د دې ګواښ اصلي سرچېنه پاکستان دی. پاکستان ځکه دی چې غواړي نړۍ ته وښيي چې ګڼې دوی د تروریستانو قرباني دي، حال دا چې هملته تمویل کېږي او دا د دوی لپاره یوه سیاسي روزي ده چې دغه نیمه پېړۍ یې ګاونډیان ګواښلي دي.»
بل خوا سرپرست حکومت لا تر اوسه پورې د افغانستان او تاجیکستان د ګډې پولې په اړه د ټوليز امنيت تړون سازمان وروستيو پرېکړو او مشورو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تل يې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د سيمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکری چی افغان خاوره به د نورو هېوادونو د بې ثباتۍ لپاره ونه کارول شي.