Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وثیق: ایران افغان کډوال د سیاسي فشار الې په توګه کاروي

وثیق: ایران افغان کډوال د سیاسي فشار الې په توګه کاروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/26

له ګاونډیو هېوادونو په دې وروستیو میاشتو کې  او په ځانګړې ډول له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ زور اخیستی دی.

له ایران د افغان کډوالو د جبرې اخراج بهیر په تړاو د غبرګونونو پر دوام دا ځل د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویاند پر دغه بهیر نیوکه کړې او په خبره یې ایران هڅه کوي افغان کډوال د سیاسي فشار الې په توګه وکاروي.

مولوي احمد الله وثیق له شمشاد سره ځانګړې مرکه کې له ایرانه د زرګونو افغان کډوالو جبرې اخراج په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې او دا یې له بشري اصولو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.

وثیق  په دې اړه وايي:« ټول نقد کوي چې مهاجرین باید د یوه میکانیز له لارې په تدریجي توګه باندې بېرته هېواد ته راستانه شوی وی. نو زه دا ویلی شم چې  د دې تر شاه کېدی شي نور عوامل هم موجود وي، ځینې فشارونه به وي. الحمد الله اوس د بل هر وخت پرتله په افغانستان کې ښه امنیت دی، هره ورځ موږ د پرمختګ او ابادۍ خبرونه لرو، افغانستان پر خپلو پښو باندې درېږي او د نورو له مرستې مستغني کېږي.  نو همدې امله کېدای شي چې ځینې دغه فشارونه هم وي چې دوی د افغانستان حکومت ځینو غوښتنو منلو ته تیار کړي.»  

وثیق زیاتوي، د هغو کسانو امنیت تامین دی او هېڅ ډول زیان به ورته ونه رسېږي، چې پخوا یې  د مخکېني حکومت په تشکیلاتو کې دندې لرلې او هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

وثیق د مالوماتو پر اساس په تېره يوه مياشت کې له ایرانه  ۷۰۰ زره افغان کډوال او په په تېرو څلورو کلونو کې بیا له پاکستان او ایرانه ۳.۵ میلیونه افغان کډوال په جبرې ډول اخراج شوي دي.

هغه زیاتوي:« له هغې وروسته دا کمېسیون رامنځته شو او سم دستي یې پر خپل کار باندې پيل وکړ، چې له هغې را وروسته تر دې مهاله پورې له ۳ میلیونو زیات کسان له پاکستان او ایرانه بېرته افغانستان ته راګرځېدلي دي. په تېرو ۲۸ ورځو کې یوازې له ایرانه ۶۰۰ زره او ۸۴ زره هېوادوال بېرته د اسلام  کلا له لارې او د نیمروز له لارې افغانستان ته راستانه شوې دي.»  

کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون وياند د ایران له لوري افغان کډوالو لپاره ټاکل شوی دوه میاشتنی ضرب الاجل کافي نه بولي او په خبره يې د دې مودې د زياتوالي لپاره هڅه کوي چې ایراني چارواکو سره خبرې کړي.

احمد الله وثیق د دې مرکې یوې برخه کې وایي،  تېرو ۲۸ ورځو کې راستنو شویو کډوالو ته ۲ ميليارده افغانۍ وېشل شوې او په خبره یې هر راستنېدونکي ته ۲ زره افغانۍ، خواړه، روغتايي خدمتونو او  د وړيا لېږد خدمات چمتو شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما د پنجشنبې پر ورځ په خپل تازه راپور کې له ایران او پاکستانه د افغانانو پر جبري ستنېدو اندېښنه ښودلې او  ادعا  یې کړې چې له ۲۰۲۳ کاله راهیسې ډېری کډوال په جبري توګه راستانه کړای شوي چې ځینې یې افغانستان کې له ګواښ، ځورونې او د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ شوي دي.

سرپرست حکومت هم د یوناما دغه راپور رد کړی او ویلي، دي، ټول راستنېدونکي د اسلامي امارت د عفوې له فرمانه برخمن دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist