اروپايي ټولنې او جاپان د يوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې او دغه حالت يې ناسم ياد کړی دی.
خبرپاڼه کې له سرپرست حکومت غوښتل شوې چې نړيوالو ژمنو او قوانيونو ته پام وکړي او اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره بیا ځلې د وسلوالو ډلو پر پټنځای بدله شي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« دواړو خواوو په افغانستان کې د بشري وضعیت او بشري حقونو د نه تامين په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه. دوي د نړیوالو قوانینو او مکلفیتونو پر وړاندې د افغان حکومت مسوولیت باندې ټینګار وکړ، په ځانګړې توګه د بشري حقونو د درناوي په برخه کې او دا چې افغانستان بیا ځلې د وسله والو ډلو پر خوندي ځای بدل نه شي.»
د اسلامي امارت لوړ پوړو سیاسي او نظامي چارواکو تل ټینګار کړی چې وسله والې ډلې په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او نه هم اسلامي امارت کومې ډلې ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
بل خوا د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا وايي، د نړۍ هېوادونه دې د نېوکې پر ځای له سرپرست حکومت سره د تعامل او اړېکو ټېنګښت برخه کې مرسته وکړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي:« د افغانستان خلکو ننګونو حل لپاره باید د تېر په څېر همکاري وکړي. د امنیت تامین په اړه باید وویل شي چې امنیت تامین دی او په افغانستان کې هېڅ بله وسله واله ډله فعالیت نه لري.»
ځینې نور بیا دا ډول اندیښنې ردوي او بې بنسټه يې بولي.
دوي دغه راز د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د اسلامي امارت مبارزه بريالۍ ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګیر وايي:« د افغانستان موضوع، د مهاجرینو موضوع، د ترهګرو او د نشهيي توکو قاچاق موضوع ګانې یوازې د اعلامیو په خپرولو نه حل کېږي، بلکې دا هېوادونه باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي. څو موږ وکولی شو ترهګر چې له افغانستانه مو لرې کړې دي، لا نور هم لرې کړو او همداراز د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړو او له خپلو مهاجرینو په ښه توګه مېلمهپالنه وکړو.»
د افغانستان بشري وضعيت او وسله والو ډلو د حضور په اړه دغه اندېښنې داسې مهال ښودل کيږي چې د سرپرست حکومت د بیا ځلې واکمنېدو نږدې څلور کاله تيريږي خو لاهم نړيواله ټولنه د اسلامي امارت سره د تعامل پر ځای په نړيوالو ناستو کې تر ډېره د بشري حقونو پر نقض بحثونه کوي.