بلخ کې د خصوصي سکټور له لوري د کبانو خوراکي توکو لومړنۍ صادراتي جوپه تاجیکستان ته صادره شوه.
دا ۵۰ ټنه جوپه چې په مزارشريف ښار کې د یوه خصوصي شرکت له خوا تولید شوې، مسوولین یې وايي، افغانستان يې د کبانو د دانې په برخه کې ځان بساينې ته رسولی او هڅه کوي چې د خپلو تولیداتو لپاره له هېواده بهر هم مناسب بازار پيدا کړي.
د خصوصي فابریکې مسوول محمد افضل افضلي وايي:« دغه بار وروسته له هغې د تجارت او مالیې وزارت او کرنې وزارت په اجازه او همکارۍ صادر شو چې زموږ هېواد د کبانو د خوړو له پلوه ځان بسیا شو. دا د کرنې، صنعت او تولید په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کبانو خوراکي دانه ګاونډیو هېوادونو ته صادروي. لومړنۍ محموله ۵۰ ټنه ده، خو هڅه کوو چې د کال تر پایه دغه کچه ۲۰۰۰ زره ټنو ته لوړه کړو.»
د دې شرکت مسوولین ډاډ ورکوي چې له هېواده صادرونکې توکي يې له نړیوال معیار سره برابر دي او په خبره يې هڅه کوي چې د صادراتو کچه پراخه کړي.
د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس قاري امیر محمد متقي وايي: « د صادراتو دا محموله د دې مانا ورکوي چې د بلخ ولایت تولیدات د نړۍ له معیارونو سره سمون لري.»
د بلخ صنایع او کانونو رییس امام الدین سنايي زاده وايي: « دا ډېر د شکر ځای دی چې له بلخ ولایت نړۍ ته صادرات پیل شول. صادرات د یوه هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او کارموندنې په برخه کې مهم رول لري.»
په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو په لومړي ځل د کبانو دانې له صادراتوهرکلی وکړ او د صادراتو زیاتوالي په برخه کې یې صنعتکارانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وايي: « دا ډېره ښه خبره ده چې د کبانو خوراکه نن له افغانستانه بهر ته صادرېږي. تمه ده چې له دې سره به خپله افغانستان کې هم د کبانو په تولید کې زیاتوالی راشي.»
دا لومړی ځل نه دی چې له بلخ ولایتهد یوې خصوصي کارخونې تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.
څو ورځې وړاندې هم یوې بلې کارخونې ٢١ ټنه وینځونکي توکي انګلستان هېواد ته صادر کړل.