Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روسیې بهرنیو چارو وزیر متقي ته د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړه

د روسیې بهرنیو چارو وزیر متقي ته د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/24

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  مولوي امیر خان متقي د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاوروف سره د ټېلېفون پر کرښه د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سیمه ‌ییزو موضوعاتو خبرې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې خبرو کې متقي د روسیې له لوري د افغانستان حکومت رسمیت پېژندنه د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې مهم تحول ياد کړی او په خبره يې، دې پرېکړې نه یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو دروازې پرانیستې، بلکې په نړیواله ټولنه کې يې د افغانستان د ادغام په برخه کې بې ‌ساری ګام ګڼلی.

د بهرنیو چارو وزارت  مرستیال ویاند ضيا احمد تکل وايي: « د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فډراسیون له اړخه د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له پرېکړې د مننې تر څنګ، دا اقدام د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په مسیر کې یو مهم تحول وباله. نوموړي څرګنده کړه چې د رسمیت له اعلان سره نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو دروازې پرانیستل شوې بلکې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام په برخه کې یو بې ‌ساری ګام اخیستل شوی دی.»

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره، په دې مکالمه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ويلي، د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې د کابل او مسکو تر منځ بې‌ مخینې فرصتونه رامنځته کړي او دغه راز يې د نشه‌ یي توکو قاچاق په مخنیوي او د امنیت په ټینګښت کې د سرپرست حکومت هڅې ستایلې دي.

لاوروف ټینګار کړی چې د افغانستان له حکومت سره د تعامل پراخولو لپاره سیمه ‌ییز مکانیزمونه کلیدي ارزښت لري او په همدې تړاو یې د لا ډېرو بحثونو لپاره د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې متقي ته د ګډون رسمي بلنه ورکړې.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضيا احمد تکل وايي: « همدا راز په دې خبرو کې ښاغلي لاوروف ټینګار وکړ چې له افغان حکومت سره د تعامل پراخولو لپاره سیمه‌ییز مکانیزمونه کلیدي ارزښت لري او په همدې تړاو یې د لا ډېرو بحثونو لپاره د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.»

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دغه راز وايي، د روسیې بهرنیو چارو وزیر له متقي سره خبرو کې څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې د دواړو هېوادونو تر منځ بې ‌مخینې فرصتونه رامنځته کړي او په نږدې راتلونکي کې به یې د عملي نتایجو شاهدان اوسو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist