د خوست ښار اړوند ۱۲۰۰ فامیلو کې د شپږ کیلومټره لښتیو او لسګونه پلچکونو دا پروژه چې شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې کیږي، چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
د خوست ښاروالۍ مسوولین وایي، د دې پروژو پای ته رسېدو سره به په سیمه کې د باراني اوبو کچه کنټرول او خلک به له شته ستونزو خوندي شي.
د خوست ښاروال شهزاد نور راشد وايي: « کله به چې باران وشو او اوبه به را روانې شوې، د خوست ښار خلکو ته به تکلیف رسېده، کورونه به لاندې کېدل او ډېر زیات شکایتونه کېدل. له همدې امله خوست ښاروالۍ پلان ترتیب کړ او دا پروژې يې پیل کړې.»
د خوست ښاروالۍ سکټوري آمر انجینر جاوید جمشېد وايي: « په یاده پروژه د خوست ښار څلورمې ناحیې د ۱۲۰۰ فامیلیو په مربوطاتو کې پلې کېږې. د دې پروژې ابتدایي ارزښت ۱۹.۹ میلیونه افغانۍ دی چې په کې ۶ کیلومټره لښتي، ۱۸۹ لوی پلچکونه او ۱۰ کوچني پلچکونه شامل دي.»
اخوا ځایي اوسېدونکي که څه هم په خپله سیمه کې د پروژو پلي کېدل مهم ګڼي، خو زیاتوي چې لاهم د خوست ښار اړوند ګڼو استوګنیزو سیمو کې پوره ښاري اسانتیاوې نه شته او اړتیا ده چې مسوولې ادارې ژر او منظم پلانونه تطبیق کړي.
د خوست اوسېدونکی محمد یوسف وايي: « دا پروژه ډېره مهمه ده، ځکه دا لښتي ټول کچه جوړ شوي وو او اوبه په کې راټولېدلې. که اوس په اساسي توګه جوړ شي، اوبه به یې ووځي او دا چټلي به هم ورسره ورکه شي.»
د خوست اوسېدونکی احسان الله وايي: « دلته د اوبو ډنډ کېدو له امله زیاتې ستونزې موجودې دي، که دا لښتي جوړ شي او اوبه ووځي، خلک به هم له ستونزو وژغورل شي.»
د خوست ښاروالۍ د مالوماتو له مخې، روان کال به په دې ولایت کې د میلیونونه افغانیو په لګښت د ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۳۰ رغنیزې پروژې تطبیق کړي چې دا مهال یې د دوو چارې عملاً پیل شوې دي.