د ازموینو ملي ادارې په نوښت او د لوړ رتبه حکومتي چارواکو په شتون کې د سږني کانکور د ښوونځیو او دیني مدارسو د ۱۰ تنو ممتازو ګډونوالو ستاینغونډه جوړه شوه.
د ازموینو ملي ا دارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي، نور باید د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن په بشپړه توګه له منځه یوړل شي او په خبره یې، دا توپیري برتریت باید نور اصل ونه ګرځول شي.
حقاني په دې اړه وايي: « لکه څرنګه چې دا پنځه د عصري علومو او پنځه د دیني علومو زده کوونکي څنګ په څنګ سره ناست دي، همداسې به یو د بل ترڅنګ دا وطن آبادوي او د ولس خدمت به کوي. که داسې فاصلې رامنځته کېږي چې د عصري علومو وال ځان لوړ بولي او دیني علومو ته په سپکه ګوري، یا برعکس د دیني علومو وال ځان لوړ بولي او عصري علومو ته په سپکه ګوري، دا د نظر کمی دی، د عقل کمی دی او دا نظریه د وطن په ګټه نه ده.»
چارواکو همدا راز ځوانانو ته په خطاب کې دوی د خپلې خاورې او ټولنې په وړاندې مسوول وګڼل او زیاته یې کړه چې هېواد باید دوی پر خپلو هڅو د نړۍ له پرمختللیو هېوادونو سره سیال کړي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: « تاسو ځوانان هغه څوک یاست چې د افغانستان راتلونکی به جوړوئ. د دې وطن راتلونکی په تاسو پورې اړه لري او له شرقیانو یا غربیانو د افغانستان د جوړولو تمه بې ځایه ده.»
یو شمېر نورو چارواکو بیا د عصري علومو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل؛ افغانستان د خپلو طبیعي زېرمو په لرلو سره بډایه هېواد دی، خو دا عصري علوم دي چې په مرسته یې دا زېرمې په ښه، معیاري او مسلکي توګه استخراج کېدای شي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او تخنیکي معین غلام سعید احساس وايي: « خدای(ج) موږ ته ډېره طلا او معادن راکړي، د لمر پرېمانه انرژي او په دې وچه کې ښې ډېرې اوبه او کرنیزې ځمکې لرو، له دې باید ګټه واخلو.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مطیعالحق خالص وايي: « نور خلک علم، ټولنې او پرمختګ ته ژمنتیا لري او له همدې امله مخکې روان دي. هغوی د همدې ژمنتیا له مخې ماشینونه جوړ کړي، خو موږ سره ژمنتیا نه شته چې ترې استفاده وکړو. که دا کار زموږ ځوانان او تحصیل یافته خلک ونه کړي، بل څوک یې موږ ته نه کوي.»
بله خوا، سږني کانکور کې د ښوونځیو او دیني مدرسو ممتازو ګډونوالو د تړلو دروازو د ژر پرانیستلو غوښتنه وکړه او ویې ویل، نور باید د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې نه شي.
دوی له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
د کانکور عمومي اول نمره سید موسی سادات وايي: « که چېرې زموږ خویندو ته دا فرصت ورکړل شوی وای چې په دې ازموینه کې ګډون وکړي، دا به ډېر د خوښۍ ځای و. واقعیت دا دی چې موږ د هغوی کمی حس کوو او له حکومت غوښتنه لرو چې خویندو ته د مکاتبو دروازې خلاصې کړي.»
په کانکور کې د دیني مدرسو اول نمره فیصل نوري وايي: « د افغانستان له اسلامي امارت مأدبانه غوښتنه کوم چې د نارینه او ښځو په ګډون د هېواد ټولو وګړو ته د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي او د لرې پرتو سیمو تعلیمي مرکزونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»
په دې ستاینغونډه کې د سږني کانکور د ښوونځیو او دیني مدرسو ۱۰ تنو ممتازو ګډونوالو ته د ازموینو ملي ادارې او یو شمېر بنسټونو له لوري نغدي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.