له څو مياشتو راهيسې د کابل او اسلام اباد اړيکو نوی رنګ خپل کړی چې په ترڅ کې يې د دواړو لوريو لوړ پوړو چارواکو پر ګډو اقتصادي، سياسي او امنيتي مسايلو د بحث لپاره کابل او اسلاماباد ته متواتر سفرونه کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوی چې اسلام اباد ته تللی، د پاکستان له چارواکو سره يې د سوداګرۍ پر پراختيا، د ګمرکي تعرفو پر کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزيټي همکاريو زياتوالي لپاره د اسانتياوو پر رامنځته کولو خبرې کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخولو، ټرانزیټي تسهیلاتو او د دوه اړخیزې سوادګرۍ پر زیاتولو هر اړخیز بحثونه شوي. دواړو لوریو د شته خنډونو رفع کولو لپاره حل لارې وړاندې کړې. همدارنګه د صادراتو زیاتولو په موخه د افغانستان پر یو شمېر توکو د تعرفې ټیټولو په اړه هم خبرې وشوې.»
د سوداګرۍ وزارت ویاند دغه راز زياتوي، ښايي دواړه خواوې د ځينو مسايلو پر سر هوکړې ته هم ورسېږي چې پر اساس به يې افغان سوداګرو ته د صادراتو په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.
په ورته وخت کې سوداګر د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د ستونزو زياتوالی د کابل او اسلاماباد له لوري د اپټا تړون د نه تمديد له امله بولي او له سرپرست حکومت په دې اړه د غور غوښتنه کوي.
سوداګر زلمی ننګرهاری وايي: « د پاکستان له خوا دا ویل کېږي چې د اپټا تړون وخت پوره او لغوه شوی دی. نو په دې اساس پاکستان وخت نا وخت موږ ته ستونزې جوړوي. کله چې زموږ محصولات ورسېږي، دوی په پولو کې محصول لوړ کړي او په کراچۍ بندر کې هم ستونزې جوړوي. زه له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې اسلام اباد ته تللی پلاوی یې په اپټا تړون خبرې وکړي.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم ورته سفرونه او ليدنې د راکړې ورکړې په برخه کې مهمې بولي، خو د تل په څېر ژمنو ته د پاکستان نه پابندۍ له امله خواشيني دي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « پاکستان د تاریخ په اوږدو کې په دې اړه پر خپلو ژمنو نه دی درېدلی او هر وخت یې افغان تجارانو ته ستونزې جوړې کړې دي. هر هغه پلاوی چې په دې برخه کې د خبرو لپاره ځي، باید له احتیاط کار واخلي؛ ځکه پاکستان تل د خپل ضرورت پرمهال د افغانستان چارواکو ته د لیدنو امکانات برابروي، خو کله چې د افغانستان د محصولاتو فصل راشي، بیا په مختلفو بهانو لارې بندې کړي.»
پر پاکستان د شنونکو تور دا دی چې تل د افغانستان موسمي محصولاتو د رسېدو پرمهال ټرانزيټي لارې بندوي او په دې توګه بهر ته د افغاني محصولاتو د صادرېدو مخه نیسي.
دوی وړانديز کوي چې له ورته ستونزو سره له مخ کېدو وړاندې بايد افغانستان د خپلو توکو د صادرولو لپاره ځيني بديلې لارې په پام کې ونيسي.