آسیه هغه ۱۲کلنه نجلۍ ده چې پلندر يې له خوښې پرته ۴۰ کلن سړي ته په نکاح ورکړې وه.
تازه نوموړې ویلي، په دې نکاح کې ترې پوښتنه نه ده شوې او دا نکاح ورته د منلو نه ده.
په ناراضي توګه نکاح شوې آسیه وايي: « پلندر مې زه یوه مېرمن لرونکي کس ته پرته له دې چې له ما وپوښتې، ورته کوژده کړې یم. زما خپل اصلي پلار نه شته، هېڅوک هم خبر نه دي. خپل منځ کې یې درې کسه راوستل او زه یې په ناراضي توګه ور نکاح کړم، کم عمره یم د ۱۲کالو یم.»
دغه قضیه چې د بلخ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولینو ورته رسېدنه کړې.
د نجلۍ خپلوان ټینګار کوي چې نوموړې لا ماشومه ده او د اخیستل شوي حق د ورکړې سربېره دې د پېښې عاملین مجازات شي.
د نجلۍ خپلوانه منیره وايي: « د دې پلندر په نشه یي توکو روږدی دی. آسیه جانه له ماسره په یوه وړه کارخونه کې کار کوي، هر وخت ورسره کمک کوم. د میاشتې په پای کې ورته د کور سودا کوم، خو اوس چې خبره شوم نجلۍ یې یو مېرمن لرونکي سړي ته کوژده کړې ده. آسیه لا ماشومه ده او د ۱۲کالو عمر لري. له دې پرته چې مور یې پرې خبره شي، په زوره په نکاح ورکړې ده.»
په همدې حال کې د آسیې پلندر ترسره کړی عمل تېروتنه بولي او پر پښمانتیا سربېره د کورنیو له سرپرستانو د ورته کار د نه ترسره کولو غوښتنه کوي، خو کوژدن يې بیا کورنۍ پړه بولي چې د نکاح تړلو په مهال يي ورسره دوکه کړې ده.
د نجلۍ پلندر محمد طاهر وايي: « د خاله لورمې کونډه وه، ما ورسره نکاح وکړه. آسیه نومې نجلۍ هغه مهال یوه میاشتنۍ وه، اوس د ۱۳ کلونو ده. ما یې پالنه وکړه، خو اوس مې چې خاوند ته ورکړه، نه پوهېږم چې نجلۍ پوه شوې نه ده که څنګه، خو اوس له نکاح انکار کوي. هغه وخت راضي وه اوس وایي، نکاح نه کوم. زه نه پوهېدم اشتباه رانه شوې، له قانون نه وم خبر.»
د جبري کوژدنې خاوند عبیدالله وايي: « ماته یې لور راکړه، نکاح مې ورسره تړلې ده. مولوي او کلانتر مو په نکاح کې وو، خو وروسته خبر شوم چې نجلۍ وایي دا زما پلار نه دی او وایي چې ته مې خوښ نه یې.»
په همدې حال کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست او امنیتي مسوولین ډاډ ورکوي چې د شریعت تنفیذ او ښځو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي چې له امله يې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د شاوخوا ۸۰ نکاح ګانو مخنیوی کړي.
د بلخ ولایت امر بالمعروف ریاست ویاند محمد سرور دانش وايي: « د اسلامي امارت له بیاځل واکمنېدو او د امربالمعروف او نهې عن منکر وزارت تر ایجاد وروسته په بلخ ولایت کې په تېرو درېیو کلونو کې د ۷۸ اجباري ودونو مخه نیول شوې. زموږ محتسبین په دې برخه کې خورا ډېرې هڅې کوي او نتیجه ښه تمامه شوې ده.»
د بلخ امنیې قوماندانۍ د جینایي جرمونو پر وړاندې مبارزې مدیر فیض الله فیضي وايي: « پرون ورځ د جینایي جرمونو پر وړاندې مبارزې مدیریت ته د نورو قضیو تر څنګ یوه دا هم وه چې یوه کم عمره نجلۍ په جبري توګه یو چا په نکاح کړې، یو بل کس چې ځان یې پلار نوموي حقیقت دا دی چې هغه یې پلار نه دی او نجلۍ یې په ناراضي توګه کوژدن کړې ده. نو الحمدالله د اسلامي امارت د پولیسو له خوا دواړه عامیلین ونیول شول، دوسیه بشپړه او محکمې ته به استول کېږي. هېڅوک نه شي کولی په جبر نکاح وتړي، که دا کار وکړي سخت به مجازات شي.»
د مالوماتو پر بنسټ، په ځینو لرې پرتو سیمو کې لاهم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې شته، خو د مسوولینو په وینا، د اسلامي اصولو پر بنسټ د ښځو شرعي حقونه ته ژمن دي او هڅه کوي چې ورته ناسم دودونه له منځه یوسي.