Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونیسف سمنګانو کې له زرګونه زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته کړې

یونیسف سمنګانو کې له زرګونه زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/23

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونیسف) د سمنګانو ولایت له ۴۱ زره زده کوونکو سره د کتابونو او درسي موادو مرسته وکړه.

د دې ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دا مرستې چې په کې د درسي مواد څه باندې ۱۶ زره کېټونه او ۱۹ خېمې شامل دي، د سمنګانو د زده کوونکو۵۰ سلنه اړتیا ورپوره کوي.

د سمنګان ولایت پوهنې رییس محراب الدین اقبال وايي: « د ملګرو ملتونو اړوند د یونیسف له لوري په سمنګان ولایت کې د ښوونځیو له ۴۱ زره زده کوونکو سره د ۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د درسي موادو مرسته وشوه چې د زده کوونکو ۵۰ سلنه اړتیا ور پوره کوي.»

په همدې حال کې، سیمه ‌ییز مسوولین په ښوونځیو کې د کتابونو او لازمو درسي موادو د کمښت ستونزه مني او د اسانتیاوو برابرېدو برخه کې له خپلو هڅو خبر ورکوي.

د سمنګان والي ویاند فضل الرحمن عثماني وايي: « په رښتیا هم چې د پوهنې برخه کې ستونزې شته، خو موږ هڅه کوو چې زده کوونکو ته اسانتیاوې برابرې کړو، ترڅو دوی په آرام او خوندي چاپېریال کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.»

بله خوا ښوونکي او زده کوونکي له مسوولینو غواړي چې د لرې پرتو سیمو ښوونځیو ته دې د معیاري ودانیو له جوړولو سربېره، د کتابونو او نورو اړینو تدریسي موادو مرسته هم وکړي.

د خالقیار په نوم یو ښوونکی وايي: « دا مرستې به یوه اندازه زموږ د زده کوونکو ستونزې ورحل کړي، خو بسنه نه کوي. حکومت باید د هغو سیمو ښوونځیو ته زیاته پاملرنه وکړي چې لرې دي او له هېڅ ډول مرستو او امکاناتو برخمن نه دي.»

دا مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دې ولایت د ښوونکو او زده کوونکو په خبره لاهم ډېر زده کوونکي د معیاري ودانیو او کتابونو له نه شتوالي شکایت کوي او په ځلونو یې یادې برخې ته د مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist