Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بندي بریټانوۍ جوړې د ژر خوشي کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بندي بریټانوۍ جوړې د ژر خوشي کولو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/23

پيټر او باربي رینولډس شپږ مياشتې وړاندې په باميانو ولایت کې ونيول شول. دوی د کوچنيو کاروبارونو د ودې لپاره مشورتي او روزنيز پروګرامونه جوړول.

د برټانیا حکومت او د دوی کورنۍ د پرله پسې غوښتنو پر دوام، دا ځل ملګرو ملتونو هم د دې جوړې د ژر ازادولو غوښتنه کړې.

د ياد سازمان د بشري حقونو عالي شورا د کارپوهانو ډله وايي، د پيټر او باربي روغتيايي وضعيت ښه نه دی او له همدې کبله دې په بېړه له زندانه خوشې شي.

د بشري حقونو عالي شورا کارپوهانو ویلي: « زموږ لومړنۍ غوښتنه دا ده چې هغوی دې سملاسي د درملنې لپاره یوه ملکي روغتون ته ولېږدول شي.»

سرپرست حکومت د دې جوړې د قضيې په اړه تازه مالومات نه دي ورکړي، خو وړاندې يې ويلي وو چې له دې ښځې او خاوند يې د افغانستان د تابعيت اړوند ځينې اسناد ترلاسه شوي.

د سیاسي چارو شنونکي هم د دې بریټانوۍ جوړې قضيې د ژر رسېدنې غوښتنه لري او زياتوي، سرپرست حکومت دې د بهرنيو وګړو په توګه ورسره د اصولو له مخې چلن وکړي.

د سیاسي چارو شنوونکی شهسوار سنګروال وايي: « کوم بهرني وګړي چې افغانستان ته سفر کوي، د افغانستان حکومت مسوولیت لري چې د هغوی څارنه او پالنه وکړي او که چېرې د نړیوالو قوانینو له مخې د هغوی جرم تثبیت شي،  اسلامي امارت باید د سپیناوي لپاره نړیوالو ته دا خبره په ډاګه کړي.»

ځینې نور بیا د دې بریټانويانو قضيې په بېړه د سرپرست حکومت رسېدنه د نړيوال باور ترلاسه کولو لپاره مهمه بولي.

د نړیوالو اړيکو شنونکی سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت باید د بریټانوي بندیانو قضیه شفافه او قانوني حل کړي. که چېرې پر دوی کوم تور نه وي، ژر خوشې کول یې د نړیوال اعتماد او تعامل لپاره ګټور دي.»

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت په افغانستان کې امنیت تامین بللی او ډاډ یې ورکړی چې هر افغان او بهرنۍ وګړی د اصولو له مخې، افغانستان ته راتلی شي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې په دې خاوره کې داسې فعالیتونه ترسره کړي چې د افغانستان امنیت او ثبات وننګوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist