د دوشنبې په ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګريزو چارو معين پر مشرۍ حکومتي پلاوی پاکستان ته تللی.
د دې وزارت مسوولین وايي، پاکستان ته د پلاوي د سفر موخه پر ترجيحي تعرفو سربېره د دواړو هېوادونو ترڅنګ د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر اړوندو مسايلو بحث او خبرې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د صنعت او سوداګریزو چارو معین رحمت الله زاهد پر مشری یو پلاوي د پاکستان اسلامي جمهوریت ته خپل رسمي سفر پیل کړ. د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سوداګرۍ او ترجیحي تعرفې اړوند مهمو موضوعاتو باندې بحث دی. تمه ده چې د دې سفر په لړ کې به د ترجیحي تعرفې په اړه هوکړه لیک هم لاسلیک شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په خبره، سرپرست حکومت له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختيا ته ژمن دی او د اقتصادي پياوړتيا لپاره له ټولو شته فرصتونه ګټه اخلي.
په ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي وايي، پاکستان د خپلو ستونزو حل لپاره تل د افغانستان له چارواکو سره د ليدنو او خبرو زمينه برابروي، خو په خبره يې، دې هېواد برعکس د افغانستان سوداګرۍ د زيانمولو هڅې هم خپل معمول ګرځولی.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « پاکستان د تاریخ په اوږدو کې په دې اړه پر خپلو ژمنو نه دی درېدلی او هر وخت یې افغان تجارانو ته ستونزې جوړې کړې دي. هر هغه پلاوی چې په دې برخه کې د خبرو لپاره ځي، باید له احتیاط کار واخلي؛ ځکه پاکستان تل د خپل ضرورت پرمهال د افغانستان چارواکو ته د لیدنو امکانات برابروي، خو کله چې د افغانستان د محصولاتو فصل راشي، بیا په مختلفو بهانو لارې بندې کړي.»
ځينې نور بیا په دې اند دي چې پاکستان هر ډول اقتصادي او سوداګريز مسايل له سياست سره يو ځای کړي او د دې کار مخنيوي لپاره يې له چارواکو سره خبرې اترې مهمې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د پاکستان له هېواد سره مخکې هم داسې قراردادونه او سفرونه شوي. موږ ټول په دې پوهېږو چې پاکستان سیاسي مسایل له اقتصادي سره مسایلو ګډوي او پر همدې اساس د افغانستان پرمخ خپلې دروازې تړي. په دې سره زموږ د هېواد سوداګرو ته ډېر زیان رسيږي.»
افغانستان اوبو ته د لاسرسي نه لرلو له امله له نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره د پاکستان له بندرونو ګټه اخلي.
خو پاکستان تل په افغانستان کې د مېوو رسېدو پرمهال خپلې لارې د يادو توکو پر وړاندې تړلې او په دې توګه يې افغانستان له اقتصادي پلوه زيانمن کړی.
له دې وړاندې هم د ورته او نورو ستونزو حل لپاره د افغانستان چارواکو پاکستان ته سفرونه کړې، خو تر اوسه پورې يې په بشپړه توګه مثبته پايله نه ده ترلاسه کړې.