د سټنډرډ ملي ادارې چارواکي وايي، تېر کال یې هم د معمول په څېر ډېر پام د توکو کیفیت لوړوالي ته و او په دې لړ کې یې ځینې ګامونه هم اوچت کړي چې د بې کیفیته تېلو او ساختماني توکو مستردول او د لسګونو سټنډرونو تدوین یې په سر کې راځي.
د سټنډرډ ملي ادارې سرپرست مولوي وحید احمد بدري وايي، تېر کال د بنادرو له لارې څه باندې ۱۰۰ زره ټنه ودانیز توکي وارد شوي چې ۵۱ ټنه یې د بې کیفیته توکو په توګه له تثبیت وروسته بېرته مسترد شوي.
بدري د دې ادارې د عوایدو له زیاتېدو هم خبر ورکوي او وايي، تېر کال يې له ۴ میلیارده افغانیو ډېرعواید راټول کړي.
بدري په دې اړه وايي: « د تېر کال په جریان کې د هېواد په مرکز او بندرونو کې د ساختماني، نساجۍ او چرم، برقي مواد، جمله ۵۲ زره ۷۹۵ نمونې ارزول شوې دي.»
د دې ادارې چارواکي دغه راز وایي، په دې موده کې يې د هېواد جغرافیوي، اقلیمي، ځمکنیو، چاپېریالي، اقتصادي او فرهنګي شرایطو ته پام سره ۹۴۹ سټنډرډونه او شپږ ملي ساختماني ګوډونه تدوین کړي.
د دوی په خبره، دغه سټنډرډونه د نفتي او رغنیزو توکو، د مدیریت کيفیت، چاپېریال ساتنې، کیمیاوي توکو او پلاسټیک، کرنې، خوراکي توکو، نساجۍ او څرمنې، تخنیک او مخابراتو، کانونو، روغتیا او طبي وسایلو لپاره تدوین شوي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستيال مولوي محمد اصف وايي: « زموږ له ټولو فعالیتونو او هڅو هدف دا دی چې زموږ تولیدات له نړیوالو سټنډرډونو سره همغږي، نړیوال بازارونه ورته پيدا شي، تجارت وده وکړي او د ثبات خواته لاړ شي. همدارنګه تجارتي خنډونه کم او چاپېریال خوندي شي، د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو صحت تأمین او د مختلفو امراضو مخه ونیول شي.»
ستنډرډ ملي ادارې پر تخنیکي ډیپلوماسۍ او د اغېزناکو او هدفمندو همکاریو پر پراختیا په تمرکز سره، د نړۍ له هېوادونو او معتبرو نړیوالو ستنډرډ سازمانونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.
د چارواکو په خبره، دا اړیکې نه یوازې د ستنډرډ جوړونې په برخه کې د تخنیکي تجربو او پوهې د تبادلې لامل شوې بلکې له نړیوالو معیارونو سره د ملي ستنډرډونو د لا ډېرې همغږۍ او د سټنډرډ جوړونې په نړیوال جوړښت کې د افغانستان د ځای لوړولو لپاره یې هم لاره هواره کړې.
دوی زياتوي، تېر کال د توکو کیفیت لوړوالي او له امله یې د خلکو خوندیتوب ته ډېر پام شوی او په دې لړ کې د سټنډرډ جوړولو قانون تعدیل شوی او د تایید لپاره د عدلیې وزارت ته استول شوی دی.
د سټنډرډ ملي ادارې سرپرست مولوي وحید احمد بدري وايي: « د دغو دوو یوځای کول بیا لږ وخت غواړي، زموږ ملګري هره ورځ ورباندې بوخت دي، د رهبرۍ پر سطحه او په تخنیکي سطحه یې کارونه روان دي، ترڅو د مېترولوژۍ او سټنډرډ جوړونې قوانین سره یوځای کړو او د منظورۍ لپاره واستوو.»
د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ رییس محمد حامد وايي: « سټنډرډ ملي ادارې له نړیوالو معتبرو ادارو سره په تخنیکي برخه کې د همکارۍ پراختیا لپاره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. په دې اړیکو کې نه یوازې د تجربو تبادله، د سټنډرډ جوړونې په برخه کې د تخنیکي پوهې زیاتېدل او پر نړیوال کچه د ملي سټنډرډونو د سویې برابرولو سبب ګرځي. همدارنګه د کیفیت په برخه کې افغانستان نړیوال معیار ته ارتقا کوي.»
د سټنډرډ ملي ادارې په مرکز او ولایتونو کې د ۸۰ تولیدي او وارداتي شرکتونو له فعالیتونو څارنه کړې او د څارنې دا پروسه د فعالیت جواز پر بنسټ ده چې په دوامداره توګه د نورو شرکتونو لپاره هم روانه ده.