د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) افغانستان له زلزلې د اغېزمنو هېوادونو له ډلې یاد کړی.
دغې ادارې په دې اړه خپل تازه راپور کې ویلي، په تېرې یوې لسیزه کې څه باندې ۶۰۰ زره کسان په افغانستان کې له دې درکه اغېزمن شوي چې ډېری هغه یې ښځې او ماشومان دي.
اوچا د افغانستان تکتونیکي موقعیت او غیرمعیاري کور جوړونه د مرګ ژوبلې لوړېدو اصلي لامل یاد کړی او زیاتوي شاوخوا ۲۰۰ افغانان هر کال له دې درکه خپل ژوند بایلي.
د اوچا راپور یوه برخه:« په تېره یوه لسیزه کې څه باندې۶۰۰ زره افغانان د زلزلې له کبله اغېزمن شوي دي او په منځني ډول هرکال ۱۸۸ کسانو له دې درکه خپل ژوند بایللی.»
یادې ادارې ننګرهار، کابل او بدخشان له تاریخي پلوه هغه ولایتونو یاد کړي چې تر نورو ډېر په کې زلزلې کېږي خو کندهار بیا له دې درکه تر ټولو خوندي ولایت یاد شوی.
بله خوا، د ځمک پېژندنې متخصصان په هېواد کې د زلزلې پېښېدو نور لاملونه داسې بیانوي.
د چاپيریال ساتنې چارو شنونکی سید شاه ګهرپور وايي: « افغانستان د جیولوژۍ او جغرافیا له پلوه د هندوکش غرونو په زلزله زیږوونکي کمربند کې پروت دی او الپایډ په نوم یادېږي. دا کمربند د نړۍ پر کچه تر ټولو ستر زلزله زیږوونکی کمربند دی. همدا لامل دی چې افغانستان کې ډېرې زلزلې کېږي.»
د چاپيریال ساتنې چارو شنونکی رحیم الله بدري وايي: « هغه لوی دلیل چې له امله یې زلزلې رامنځته کېږي، د افغانستان جغرافیايي موقعیت دی. افغانستان د هند او ایرو ایشیا په سیمه کې پروت دی او له همدې امله په کې ډېرې زلزلې کېږي. همدارنګه د بحران د مدیریت نه شتون، فقر، د عمومي تعلیماتو نه شتون او زیانمنو شویو سیمو ته د لاسرسي نه شتون هغه څه دي چې د مرګ ژوبلې کچه لوړوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) له دې وړاندې هم د زلزلې د ترسره کېدا په تړاو ګڼ راپورونه خپاره کړي او ورڅخه د خوندیتوب په تړاو یې خلکو ته لارښوونې کړې وې.