د افغانستان علومو اکاډمۍ چارواکو د دې ادارې د تېر یوه کال لاسته راوړنو د تشرېح په موخه یوې خبري ناستې ته وویل، په تېر یوه کال کې یې د هېواد له اوبیزو سرچینو د سمې ګټې اخیستې لارو چارو څېړنې، د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول، د اسلامي نظام اقتصادي مسوولیتونه، د مولانا جلال الدین محمد بلخي علمي مقام او د ملاعلي قاري علمي او څېړنیز مقام ترسلیکونو لاندې ۷ علمي او څېړنیز سیمینارونه جوړ کړي دي.
همدا راز، چارواکي وايي د اسلامي، طبیعي، تخنیکي او بشري علومو په برخه کې یې له۶۰ زیات څېړنیز کنفرانسونه هم جوړ کړي دي.
د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال مولوي امیرجان ثاقب وايي: « د بېلابېلو علومو په برخه کې ۷ لوی علمي او څېړنیز سیمینارونه ترسره شوي. تېرکال د اسلامي علومو، بشري علومو، طبیعي او تخنیکي علومو په برخه کې ۶۷ علمي او څېړنیز کنفرانسونه وړاندې شوي دي.»
د علمومو اکاډمۍ چارواکو په خبره، د ساوي، اشکاشمي او نورستاني ژبو لیک دود لپاره یې الفبا توري جوړ کړي چې له دې سره به دغه ژبې د ورکې له خطر وژغورل شي.
د دوی په خبره، د ټولو هغو ژبو لپاره د الفبا تورو جوړولو هڅه کېږي چې دا مهال له منځه تللو په حال کې دي او ویونکي یې لږکیو کې راځي.
د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال مولوي امیرجان ثاقب وايي:« درېیو لږکیو ژبو، دا یو مهم او تحقیقي او علمي بحث ته زموږ تاسو هغه پرګنې چې تقریبا ً مخ په ورکېدو دي، لکه ساوي، اشکاشمي او نورستاني، د علومو اکاډمۍ د دې ژبو لپاره معیاري لیکدود او الفبې جوړې کړي دي. همدارنګه د ځینو نورو ژبو ویونکو هم مراجعه کړې او که خدای کول د هېواد د ټولو ۳۶ ژبو لپاره به البفې جوړه شي.»
د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز رییس سید نظیم سیدي وايي: « د هېواد د لږکیو ژبو د لیکدود او الفبا جوړول. تاسو پوهېږئ چې دا مهم بحث دی او که موږ دا ژبې خوندي نه کړو، د نړۍ د نورو ۵۰۰ تر ۷۰۰ ژبو چې متروکې شوې دي، داسې به دا زموږ ژبې هم ورکې شي.»
دعلومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز ملي ژبو ته د بېلابېلو لارو د زرګونو بهرنيو مصطلحاتو د راتګ خبر ورکوي چې په وینا یې، له بهرني فرهنګي یرغل څخه د ملي ژبو ساتلو لپاره هڅې پیل شوې دي او په دې اړه د ځينو مروجو بهرنيو اصطلاحاتو لپاره په پښتو او دري کې بديلونه جوړ شوي.
د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز رییس سید نظیم سیدي وايي: « د هېواد ملي ژبو ته له پردیو ژبو راغلي مصطلحات اړول او دا لړۍ به ادامه ولري. لکه څرنګه چې وویل شول، دا زرګونه کلمې دي او اړول یې د یوې میاشتې او کال خبره نه ده، خو هڅه به کوو چې خپلې ژبې له پردي یرغل وژغورو.»
علومو اکاډمۍ په تېر یوه کال کې د بېلابېلو برخو لپاره ۳۰ ګڼې علمي او څېړنیزې مجلې چاپ کړې دي او همدا راز یې ۱۸ مهم بهرني آثار پښتو او دري ژبو ته ژباړلي.
د علومو اکاډمۍ چارواکي زیاتوي، راتلونکي کال لپاره له ۲۰۰ زیاتې علمي او څېړنیزې پروژې تر کار لاندې لري او د بېلابېلو علومو په برخه کې به لسګونه علمي او څېړنیز سیمینارونه او کنفرانسونه ولري.
علومو اکاډمي د هېواد په کچه تر ټولو ستره اکاډمیکه څېړنیزه اداره ده چې د اسلامي، بشري، طبیعي او تخنیکي علومو په برخه کې د علمي او څېړنیزو چارو د تنظیم مسوولیت لري.