Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د یوې هوکړې له مخې به ۷۰۰ تنه افغان کارګران قطر ته واستول شي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د یوې هوکړې له مخې به ۷۰۰ تنه افغان کارګران قطر ته واستول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/22

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بېروزګارۍ کمولو او افغانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه، قطر ته د کارګرو استولو هوکړې پر مسودې موافقه کړې.

دغه مسوده د ياد وزارت چارواکو او د قطر يوه مختلط دولتي شرکت ترمنځ شوې چې پر بنسټ به يې ۷۰۰ افغان کارګران قطر ته د کارکولو لپاره ولېږدول شي.

د مسودې په هوکړه کې په قانوني او خوندي توګه بهر ته د افغان کارګرانو لېږل او په راتلونکي کې يې د حقونو لازم ملاتړ د عمده اهدافو په توګه درج شوي دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت ویاند سمع الله ابراهیمي وايي: « د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوامداره هڅو په پایله کې په لومړي ځل د قطر شاهي هېواد له یوه مختلط دولتي شرکت او د افغانستان د کار موندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ د افغان کارګرانو د لېږد په تړاو هوکړه وشوه. د دې هوکړې له مخې اوسمهال افغان کارګرانو لپاره ۷۰۰ کاري فرصتونه ځانګړي شوي دي.»

د دې وزارت د مسوولینو په خبره، هڅې روانې دي چې د وړاندیز شوې مسودې له وروستي تایید وروسته، دغه هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ په رسمي توګه لاسلیک شي.

دوی زياتوي، د نوم لیکنې او ثبت پروسه به د یاد وزارت اړوند له هېواده بهر د کارګرو لېږلو ریاست تر نظارت لاندې او د کارموندنې د يوه خصوصي شرکت له لوري په قانوني او باوري ډول پیل شي.

په ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکي د یاد وزارت دغه کړنه ستايي او وايي، سرپرست حکومت دې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د قطر په شمول نورو هېوادونو کې هم افغان کارګرانو ته ورته کاري فرصتونه رامنځته کړي، ترڅو د بېروزګارۍ کچه راټيټه شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « که افغانانو ته داسې فرصتونه برابر شي چې هغوی وکولی شي په رسمي او قانوني ډول نورو هېوادونو ته د کار لپاره لاړ شي او هلته په مختلفو برخو کې ورته د کار زمینه برابره شي، دا د افغانستان پر اقتصاد باندې اغېز لرلی شي.»

خو یو شمېر نو بیا په دې باور دي چې سرپرست حکومت دې افغان کارګرانو ته د نورو هېوادونو پر ځای په کوردننه کاري فرصتونه رامنځته کړي او له مسلکي کسانو دې  په کور دننه  په عامه او خصوصي سکټور کې استفاده وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « زما په نظر، که د افغانستان په داخل کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي، ځکه زموږ ډېری خلک بېکاره دي او داسې نورو هېوادونو ته د خلکو لېږل چې هلته کار وکړي، دا بسنه نه کوي؛ ځکه چې مشخص شوی شمېر هم د افغانستان د خلکو لپاره کافي نه دی.»

دا په داسي حال کي ده چې په افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه ورځ تر بلې زیاتېږی او له امله يې د خلکو شکایتونه هم په زياتېدو دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist