Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت: غزه کې د اسراییلو روان ظلم، لوږه، کلابندي او بمباري ستر جنایت دی

اسلامي امارت: غزه کې د اسراییلو روان ظلم، لوږه، کلابندي او بمباري ستر جنایت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/22

د غزې روغتیایي چارواکو ویلي، اسراییلي ځواکونو په غزه کې د ملګرو ملتونو مرستو ته پر راټولو شویو فلسطینیانو ډزې کړې او ۶۷ کسان يې شهیدان کړې دي.

 د راپورونو له مخې، دا په روانه اوونۍ کې په عامو فلسطينيانو د اسرایيلو درېيم خونړی بريد دی.

دې بريدونو ته د اسلامي امارت حکومت غبرګون ښودلی او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې په غزې کې د اسراییلو ظلم، د لوږې فشار او محاصره، د ملکيانو وژل او د مرستو د وېش پرمهال د مېرمنو او ماشومانو بمبارول غندلي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي:« موږ په مسلمانو هېوادونو او نورو مؤثرو جهتونو غږ کوو چې هرڅومره ژر د غزې مظلومو مسلمانانو او ښځو ته د بشري مرستو رسېدو لپاره لاره برابره کړي او هلته روان ظلم او زیاتی پای ته ورسوي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم د اسراییلي ځواکونو له خوا دا بريدونه د نه منلو وړ ګڼي او له نړیوالې ټولنې يې غوښتي چې د غزې روان وضعیت ته رسېدنه وکړي.

له دې سره سم، د سیاسي چارو کارپوهان په غزې کې روان جنګي جنایت د اندېښنې وړ بولي او له نړیوالو غواړي چې د غزې روان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « له نړیوالو بنیادونو، سازمانونو، بین المللي هغه حکومتونه چې د بشر دوستۍ غږ اوچتوي او همدغه عنوان لاندې کارونه ترسره کوي، له هغوی مو جدي غوښتنه ده چې د فلسطین د غزې خلکو غږ واوري.»

ځینې نور بیا له زبرځواکو هېوادونو غواړي چې د اسراییلو ورته بریدونو مخنیوي او د فلسطین قضیې ته د یوې داسې دایمي حل لارې د را ایستلو لپاره عملي اقدام وکړي چې له مخې یې په غزه کې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي وشي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « هغه نړیوال سازمانونه چې چغې وهي، فریادونه کوي، د بشري حقونو خبرې کوي، خو د غزې د خلکو په اړه د خپلو بادارانو په امر غلي پاتې شوي دي. دا د نړۍ د ټولو مسلمانانو دنده ده چې د غزې د خلکو ملاتړ ته ورشي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « خصوصا ً دا عربي هېوادونه چې په غزې کې څومره ناروا بشري جنایتونه هم امریکا د اسراییلو صهیونستي رژیم ترسره کوي، خو دوی پټه خوله ناستي.» 

د غزې روغتیایي چارواکو د مالوماتو له مخې، د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیله څه باندې ۵۸ زره عام فلسطینیان شهیدان شوي او له ۱۳۵ زرو ډېر ژوبل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist