د دولتي ادارو د کلنیو لاسته راوړنو تشرېح کولو په دوام، کابل ښاروالۍ د تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې. د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، تېر کال په پلازمېنه کابل کې ټولټال۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ او يا هم کرېړ شوي او په دې توګه تېرو نږدې څلورو کلونو کې د پلازمېنې د جوړو شویو سړکونو اندازه ۳۲۱ کيلومټرو ته ورسېده.
د کابل ښاروالۍ چارواکي زياتوي، تېر کال د ښاري پراختیا په موخه د زېربنا او تنظیف په برخه کې یو شمېر پروژې پلې شوې او ډاډ ورکوي چې د ورته پروژو د تطبيق له دوام سره به کابل په راتلونکو لسو کلونو کې پر یوه معیاري ښار بدل شي.
د کابل ښاروالۍ د ساختماني چارو مرستیال عامر زمرک یاسر وايي: « په تېرو څلورو کالو کې څه باندې ۳۰۰ کیلومټره عمومي او فرعي سړکونه جوړ او ګټه اخیستلو ته سپارل شوي دي. دا مهال یوازې د سړک جوړولو په برخه کې د ۱۱۵ پروژو کارونه جریان لري.»
د عامه ودانیو جوړول، د کابل ښار په واټونو کې د څراغونو لګول، د نیالګیو او زینتي بوټو کېنول، له ښاره بهر ته د څه باندې۴۵۵ زره ۷۷۲ ټنه خځلو او کثافاتو لېږدول، په ښار کې ۳۸ زره ۷۸۸ متر مکعب فاضلابو، ۱۵۰۸۹متر مکعب اضافي اوبو راټولول او د ۲۴۴ زره ټنه کم کیفیته او تاریخ تېرو خوراکي او غیر خوراکي توکو له منځه وړل، په تېر یوه کال کې د کابل ښاروالۍ له لاسته راوړنو شمېرل کېږي.
د ښاروالۍ چارواکي وایي، روان کال پلازمینه کابل کې د څه باندې اته میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵۸ زېربنایي او پراختیایي پروژې تر کار لاندې دي.
د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څار او اروزنې رئیس محمد قاسم افغان وايي: « د کابل ښاروالۍ په ۱۴۰۴ انکشافي پلان کې د کابل ښار د ۲۲ ناحیو په مختلفو برخو کې لکه ساختماني او زېربنايي، سړکونو او پلونو، کنالونو او لښتیو، سرسبزۍ او تنظیف، د سړکونو حفظ او مراقبت او ځینو نورو برخو کې ټولټال ۲۵۸ پروژې شاملې دي. کابل ښار د ۱۴۰۴ کال د انکشافي پلان د ذکر شویو پروژو لپاره د ۱۴۰۴ کال په جریان کې ۸ میلیارده ۱۱۳ میلیونه، ۶۸۰ زره، ۷۱۳ افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.»
د کابل ښاروالۍ د مسوولانو په خبره، په بره کي څلور لارې، ده افغانانو او نجات څلي څلور لارې کې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې د کمولو په موخه د درېیو هوايي پلونو د جوړولو کارونه هم دوام لري. خو له دې ټولو سره سره، په ځینو څلور لارو کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه او د سړک غاړې پلورونکو موجودیت پر خپل ځای پاتې دی.
د کابل ښاروالۍ مسوولان زیاتوي، په تېر یوه کال کې ۱۰۸۶ ملکیتونه استملاک شوي او مالکانو ته یې څه باندې ۱.۷ میلیارد افغانۍ ورکړل شوې دي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وايي: « سږ کال موږ ۱ زره ۸۶ جایدادونه استملاک کړي او ۱.۷ میلیارده افغانۍ مو دوی ته د ودانیو ویجاړېدو تاوان ورکړی. په مجموعي توګه، په تېرو څلورو کالو کې شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو کابل ښاریانو ته د ساختمانۍ خسارت ورکړی او دا لړۍ هره ورځ ادامه لري.»
د کابل ښاروالۍ چارواکي دغه راز وایي، په ۲۲ ناحیو کې له ۵۰۱ ودانیو څخه ۳۰۸۴ځله نظارت شوی، د ۱۲۹ ناقانونه ودانیو جوړولو چارې درول شوې او ۳ زره ۳۰۳ ودانیزې سرغړونې په سیسټم کې ثبت شوې دي.
دغه راز، کابل ښاروالۍ په تېر کال کې د ۱۲۰ نویو پروژو لپاره تخنیکي اسناد چمتو کړي او څه باندې ۸۰۰ ودانیز جوازونه یې هم صادر کړي دي.