Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: د هېڅ بهرني هېواد نظامي حضور ته اجازه نه ورکول کېږي

متقي: د هېڅ بهرني هېواد نظامي حضور ته اجازه نه ورکول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/21

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د روسیې له لوري د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنه، په نړیوالو او سیمه ‌ییز ناستو کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو ګډون او له شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره د ډېپلوماټیکو اړیکو لرل، په سیاسي برخه کې لویه لاسته راوړنه او د روښانه راتلونکي لپاره ښه زیری ګڼي.

متقي د بهرنیو چارو وزارت د ډېپلوماسۍ انسټیټيوټ په فراغت غونډه کې د خبرو پرمهال ويلي، له روسیې او د سیمې له نورو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو لرل هېڅکله له نورو هېوادونو سره د تضاد او تقابل په مانا نه دي.

نوموړی وايي، د امریکا په ګډون د لوېدیځ، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره مثبتې او نږدې اړیکې غواړي او بالعکس د تعامل او د روسیې په څېر د رسمیت پېژندنې تمه لري.

متقي په دې اړه وايي: « دا چې موږ د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې او ښه پرمختګ لرو، د دې مانا دا نه ده چې موږ له لرې هېوادونو سره ښې اړیکې نه لرو. زموږ سیاست متوازن سیاست دی او له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړو. هغه هېوادونه چې تر اوسه پورې نه دي را وړاندې شوي، غربي هېوادونه او د امریکا متحده ایالتونو سره هم مثبت تعامل، ډېپلوماټیکې  او اقتصادي اړیکې غواړو. له یوه جهت سره زموږ پرمختګ د بل جهت پر ضد نه دی، دا زموږ پالیسي ده.»    

نوموړی وايي، د طرحه شوې اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې یې هڅه دا ده چې افغانستان له دې وروسته د تقابل د مرکز پر ځای د تعامل او د ګډو ګټو پر مرکز بدل شي.

متقي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د هغې ادعا په تړاو چې وايي، بګرام هوايي اډه چین اشغال کړې، نړۍ ته ډاډ ورکوي چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې په خپل هېواد کې هېڅ بهرني حضور ته اجازه نه ده ورکړې.

هغه د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د اسلامي امارت د رهبر او د سترې محکمې د مشر نیولو امر ناعادلانه او له ټولو اصولو سره په ټکر کې وباله.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او ټول ولس د افغانستان په یوه اېنچ ځمکه باندې هم بهرنی نظامي حضور نه مني. دا خبره دې جمهورییس ټرمپ هم د زړه په غوږونو واوري، نور هېوادونه یې دې هم واوري چې موږ تعامل کوو، خو سیاسي، ډېپلوماټیک  او اقتصادي تعامل کوو او په افغانستان کې د چا د نظامي حضور په اړه اصلا ً خبره هم نه کوو.»      

د سیاسي چارو شنونکي هم له نړۍ سره د متوازنو اړیکو پر لرلو د ټینګار ترڅنګ په دې برخه کې د بېلانس ایجادول د افغانستان پر ګټه بولي.

د دوی نظر دا دی چې سرپرست حکومت باید هڅه وکړي افغانستان د نورو هېوادونو د ګټو د تقابل پر ځای د سیاسي، اقتصادي او تجارتي همکاريو پر مرکز بدل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل ‌احمد نادم وايي: « دا خو ډېره ښه خبره ده چې افغانستان له ټولې نړۍ سره متوازنې اړیکې ولري، خو دا چې اوس روسیې په رسمیت پېژندلی، روسیه په ۱۹۲۱ هم لومړنی هېواد و چې د افغانستان خپلواکي یې پر رسمیت وپېژندله. خبره دا ده چې امریکا دلته افغانستان کې میلیاردونه ډالر مصرف کړي، یو سیسټم یې جوړ کړی او دا سیسټم ټول پر خپل ځای دی؛ کله چې طالبان قدرت ته راغلل، هېڅ شی کمبود نه و. نو زه فکر نه کوم امریکا له خپلو ګټو تېره شي؛ که چېرې تقابل نه وي، نو ښه ده چې امریکا سره ښه تعامل ولرو.»       

اسلامي امارت داسې مهال بیا ځل پر نړۍ د تعامل او مثبتو اړیکو غږ کوي چې په تېرو نږدې څلورو کالو کې یې بار بار د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې.

 هغه غوښتنه چې له روسیې پرته تر دې دمه هېڅ هېواد ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist