Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شمالي ولایتونو ځوانان د اتحاد او همپالنې له پیغام سره لویې پکتیا ته تللي

د شمالي ولایتونو ځوانان د اتحاد او همپالنې له پیغام سره لویې پکتیا ته تللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/21

له شمالي ولایتونو یو شمېر ځوانان د نورو په استازولۍ سوېل ختیځو ولایتونو ته په سفر تللي دي.

د دې سفر موخه د هېوادوالو ترمنځ یووالی ښودل شوی.

په دې ځوانانو کې د بلخ، سمنګانو، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو استازي شامل دي.
د پکتیا ځایي چارواکي وایي، ځوانان د هېواد مهم او بنسټیز قوت دی او د دې ډول مناسباتو له لارې کولی شي هغه منفي ذهنیتونه له منځه یوسي چې د تفرقې د خپرېدو لامل شوي دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر سیف الرحمن وهاج وايي: « که چېرې دا ځوانان سره یو شي، موږ کولی شو د هېواد ۷۳ سلنه ځوان نسل همداسې ځوان وساتو، خو که خدای مه کړه دغه ځوانان په بده لاره روان شول او تفرقې ته یې مخه کړه، ناشونې ده چې یو واحد هېواد ولرو.»

د پکتیا د علماوو شورا رییس شیخ صالح محمد فقیر وايي: « افغانان یو ملت دی او یو کور لري. اغیارو موږ ته مختلف رنګونه راکړي، په چا یې یو او په چا بل نوم اېښی او په خپلو کې یې ۴۰ کاله سره وجنګولو.»

پکتیا ته ورغلي ځوانان وايي، په دې سفر کې يې د دې سیمې په اړه هغه مالومات منظم او سم کړل چې پخوا يې د دې سیمې په اړه ناسم اورېدلي وو.

د دوی په خبره، ورته سفرونه به د بېلابېلو ولایتونو د خلکو ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ادا کړي.

د بلخ اوسېدونکی اکبر پاچا وايي: « واقعا ً دغسې تګ راتګ نه یوازې د ځوانانو بلکې د ولس لپاره هغه واټن له منځه وړي چې کلونه پخوا رامنځته شوي دي. ځوانان په دې تګ راتګ کې خپلې مفکورې او احساسات شریکوي.»

د بلخ اوسېدونکی علي  انصاري وايي: « د دې سیمې خلکو په خلاصه غېږه له موږ هرکلی او مېلمه پالنه وکړه، دا هغه څه وو چې موږ په تېرو ۲۰ کالو کې نه وو لیدلي. زه د بلخ ولایت د یوه استازي په توګه فکر کوم چې زموږ د شمالي، جنوبي او جنوب شرقي ولایتونو د خلکو ترمنځ ډېر مشترکات شته دي. موږ باید دا مشترکات پیدا کړو، ترڅو زموږ له ملي پیوستون سره مرسته وکړي.»

تر دې وړاندې د شمال زون د علماوو او مشرانو یوې ډلې سوېل ختیځو ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ته سفر کړی و او همدا راز د جنوب ختیځو سیمو مشران هم شمال ته تللي وو.

 د مسوولینو په خبره، دا لړۍ به د ملي یووالي د لا پیاوړتیا په موخه ادامه ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist