کابل ته پاکستان بهرنيو چارو وزير له سفر يوازې درې ورځې وروسته د ياد هېواد کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم کابل ته راغلی او د کورنيو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني سره يې ليدلي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حقاني د اړیکو پراخولو او د ښې همکارۍ لپاره د زمېنې برابرولو کې دا ډول سفرونه ګټور بللي.
حقاني له افغان کډوالو او بندیانو سره د ښه چلن او اړینو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د هرې ستونزې هواري لپاره باور د حل لاره ده.
د خبرپاڼې له مخې، بل لور ته سید محسن نقوي د امنیت او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او ویلي یې دي، چې سوداګرو او عامو خلکو ته به لازمې اسانتیاوې رامنځته کوي.
د سیاسي چارو شنونکي پاکستان ګرموي چې له افغانستان سره د ستونزو هوارولو په اړه صادق نه دی، خو د کابل او اسلاماباد ترمنځ د چارواکو تګ راتګ ځکه په نېک پال نيسي چې ګوندې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې به ورسره هوارې شي.
د سياسي چارو شنونکی ادريس محمدي ځاځی وايي: « د پاکستان له لوري چارواکو هر وخت تګ راتګ کړی، خو پر کړیو ژمنو یې کله هم عمل نه دی کړی. دا ځل هم په تېرو څلورو کالو کې د پاکستان له لوري لوړپوړي چارواکي راځي، خو باید د دوی ژمنې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې نه شي بلکې عملي شي، ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې رغښت پیدا کړي.»
ځينې نور بيا د کابل له لوري د يوې داسې تګلارې د اختيارولو تجويز کوي چې پر بنسټ يې د پاکستان له لوري له سرپرست حکومت سره کېدونکې ژمنې تعقيب شي.
دوی باور لري، که پاکستان د افغانستان له حکومت سره تېرې او په راتلونکي کې نورو کېدونکو ژمنو ته وفادار پاتې نه شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د چارواکو ليدنې به هېڅ ګټه ونه لري.
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « دا چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان دولتي پلاوي کابل ته ځي راځي، لامل یې دا دی چې تقابلاتو ته د ګټو د تعریف پر بنسټ حل لاره پیدا شي. دا چې د دوی د کورنیو چارو وزیر کابل ته راغلی او غواړي د اسلامي امارت د کورنیو چارو له وزیر سره وګوري، دا ښايي په دې اړه یو ارزښتناک ګام وي چې له امله یې تقابلات له منځه لاړ شي. افغانستان په تېرو څلورو کالو کې د اقتصاد محوره حکومت، د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې نه کولو او امنیت ټینګښت نورو هېوادونو ته پیغام ورکړی، آیا پاکستان هم افغانستان ته همدا پیغام ورکولی شي؟ آیا دې پایلې ته رسېدلی چې د سیاسي ثبات لرونکی افغانستان کولی شي د نړۍ د امنیت په ټینګښت کې رغنده رول لوبولی شي؟»
له دې وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډارهم کابل ته په وروستي سفر کې د کورنيو چارو وزارت له سرپرست سره ليدلي وو.
موده وړاندې اسحاق ډار د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو ترينګلي وضعيت کابو کولو لپاره له سرپرست حکومت سره د سوداګرۍ، د خلکو تګ راتګ اسانولو او نورو برخو کې ژمنې وکړې، خو تر اوسه يې د پوره کېدو درک نه لګي.