که څه هم وخت په وخت راپورونه ورکول کېږي چې افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د پولیسو له لوري د خپلسري نیونو، ځورونو، ډله ییزو ایستلو او ناوړه چلن سره مخ دي، خو تازه یوه ایراني چارواکي ویلي، د افغان کډوالو د ایستلو موده یې دوه میاشتې نوره هم غځولې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي احمد معصومي فر په خراسان رضوي ولایت کې د شنبې په ورځ د اسلامي امارت له استازو سره یوې ګډې خبري ناستې ته ویلي، د اسلام کلا بندر کې د اسانتیاوو نه شتوالي او د هوا د ګرموالي له امله یې افغان کډوالو ته دوه میاشتې نوره موده هم ورکړې.
هغه زیاته کړې: « له دې امله چې د اوړي ګرمي ده او له پولې ها خوا اسلام کلا کې لازم ظرفیتونه شته او لکه څرنګه چې تاسو خبر لرئ، په یوه ورځ تر ۳۸ زرو تنو هم له پولې اوښتي دي، له دې امله چې ها خوا د دغو مهاجرو د منلو لپاره لازم ظرفیت نه شته، موږ وپتېیله چې د دواړو خواوو په همغږۍ دا کار وکړو، خو وروستۍ نېټه یې د وږي میاشتې ۱۵ مه نېټه ده.»
نوموړي خبرداری ورکړی، که افغان کډوال په ټاکلې موده کې له ایرانه ونه وځي، نو له استوګنې سره اړوند به جریمه هم پرې کړي.
معصومي فر دا یې هم ویلي چې د قانوني اسنادو لرونکي افغانان کولی شي په ایران کې پاتې شي.
په ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ډېپلوماټانو په فراغت غونډه کې د تازه څرګندونو پرمهال ویلي، له نړیوالو ادارو او ملي سوداګرو یې غوښتي چې له افغان کډوالو سره مرسته وکړي.
متقي زیاته کړې: « کډوال به خود خپل هېواد ته راځي، خو نه په بې عزته بڼه؛ نه په داسې بڼه چې آبرو، عزت او شتمنیو ته یې کتنه نه کېږي. باید راشي، خو په آبرومندانه شکل، په تدریج سره او هغو امکاناتو ته په کتو چې دواړه هېوادونه یې ورته چمتو کولی شي. موږ په دې تړاو له ټول ملت مننه کوو چې د مهاجرو وروڼو خدمت ته را وړاندې شول، خو دا خدمت بسنه نه کوي، دا باید لا تقویه شي، ټول هېوادوال مرسته وکړي، ملي سوداګر مرسته وکړي او بهر مېشتي شتمن هېوادوال ونډه واخلي.»
له دې سره په یوه وخت، ایران کې شته افغان کډوال د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي او د ایران د پولیسو له چلن شکایت کوي؛ خو د ایراني چارواکو تازه پرېکړه یو فرصت بولي، ترڅو خپل وسایل راټول او خپلې چارې تنظیم کړي.
ایران کې دېره افغان کډواله لينا نذیر وايي: « دا مهال د ایران په مختلفو ښارونو کې زرګونه افغانان اوسېږي او د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري. د دې نوي مهلت په ټاکل کېدو سره به هغوی فرصت ولري چې د خپل برخلیک په اړه پلان جوړ کړي. له دې هر څه سره، کډوال د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه اندېښنه لري او تمه لري چې د دوی د وضعیت په اړه یوه دایمي انساني او قانوني لاره په پام کې ونیول شي.»
خو د کډوالو د حقونو یو شمېر مدافعین د ایران د حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې، لنډمهاله اسانتیاوو او اوږدمهاله حل لپاره اقدامات وکړي.
د کډوالو حقونو مدافع محمدخان طالبی محمدزی وايي: « لږترلږه شپږو میاشتو ته اړتیا ده چې دا مهاجرین له اړینو سهولتونو سره په هېواد کې مېشت شي. باید د دغو کډوالو د اخراج په اړه د یوه منسجم مدیریت له لارې خبرې وشي.»
د کډوالو حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « د نړیوالو قوانینو له مخې، کوربه هېوادونه مکلف دي چې له کډوالو سره انساني، عادلانه او کرامت ساتلو له مخې چلن وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مشر فیلیپو ګرانډي سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو او نړیوالو مرستو په اړه خبرې کړې دي.