Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت: بې کیفیته او ناخوندي درمل او طبي توکي هېواد ته قاچاق کېږي

عامې روغتیا وزارت: بې کیفیته او ناخوندي درمل او طبي توکي هېواد ته قاچاق کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/25

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون د معرفي کېدو په غونډه کې وویل، پر لوړه کچه درمل او طبي محصولات په قاچاقي توګه هېواد ته را واردېږي.

د دې زوارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي وايي، دغې چارې له یوه لوري د بهرنیو کمپنیو د درملیزو اقلامو د ثبت پروسه ټکنۍ کړې او له بل لوري یې دعامې روغتیا وزارت اصلاحي پرګامونه له خنډ سره مخ کړي دي.

جلالي په دې اړه وايي: « د وارداتو په برخه کې درمل او روغتیايي محصولات په ډېره پیمانه د قاچاق له لارې د هېواد مارکېټونو ته راځي او بیا کارول کېږي. د دغو توکو کیفیت، خوندیتوب او مؤثریت د ډاډ وړ نه دی. دغې چارې د عامې روغتیا وزارت د اصلاحي پروګرامونو د پلي کېدو لړۍ له خنډ او ځنډ سره مخ کړې. د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو قاچاق د دې لامل شوی چې د بهرنیو کمپنیو او د دوی د تولیدي درملیزو اقلامو د ثبت پروسه ټکنۍ شي او په پایله کې هېوادوالو ته د باکیفیته، خوندي او اغېزناکو درملو وړاندې کولو چاره له ستونزې سره مخ شي.»

جلالي زیاتوي، د خوراکي توکو، درملو او طبي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون جوړ شوی چې د اسلامي امارت د رهبر له لوري په یوه مقدمه، څلور بابونو، درېیو فصلونو او ۳۴ مادو کې توشېح شوی دی.

دد جلالي په خبره، د دې قانون په پلي کېدو سره به د بې کیفیته خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا  وزارت سرپرست نور جلال جلالي په دې اړه وايي: « د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي په اړه قانون جوړ شو او د شیخ امیرالمؤمنین له خوا توشېح شو. د دې قانون په پلي کېدو سره به د بې کیفیته غذا او درملو مخنیوی وشي.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین حمد الله زاهد وايي، د اسلامي امارت رهبر له توپیر پرته پر ټولو د قانون یوشان پلې کېدو لارښوونه کړې او ټینګار یې کړی چې ملګرتیا، خپلوي او نور پړاوونه باید د قانون د پلي کېدو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین حمد الله زاهد وايي: « امیرالمؤمنین مسلسل په دې اسرار کاوه چې ګورئ وزیرانو، ګورئ معینانو، ګورئ د امارت مشرانو تاسو باید د قانون په پلي کولو کې پاتې را نه شئ. نه به د قوم، نه د انډيوال، نه د خپل، نه د پردي، نه د امیر او نه هم د فقیر سړي په دې کې لحاظ کوئ. د شریعت محمدي قانون کامیابي دا ده چې باید یو شان پر ټولو تطبیق شي.»

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون د ښه پلي کېدو په موخه ځانګړی پلاوی هم ټاکل شوی چې مشري یې دعامې روغتیا وزارت سرپرست کوي.

په همدې حال کې عامې روغتیا وزارت د لایف پرل په نوم د درملو تولید یوې کارخونې ته (جي.اېم.پي) یا د درملو د غوره تولید په نوم تصدیق پاڼه هم ورکړه.

د درملو هغه تولیدي شرکتونه یا کارخونې چې یاده تصدیق پاڼه ولري، تولید شوي درمل یې په ټوله نړۍ کې د منلو او باور وړ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist