Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/17

د بلخ ولایت حوزوي روغتون کې د پوستکي ناروغیو درملنې څانګې مسوولین وايي، وروستیو کې په جلدي ناروغیو زیات  اخته ناروغان ورته مراجعه کوي.

ډاکټران وایي، د تېرکال پرتله په دې ولایت کې د جلدي یا پوستکي ناروغي ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.

د یاد روغتون د جلدي برخې ډاکټرانو په وینا، یوازې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو ۳ میاشتو کې څه باندې ۱۲زره په بېلابېلو جلدي ناروغیو اخته کسانو یاد روغتون ته مراجعه کړې، حال دا چې دغه شمېر په ټول ۱۴۰۳ کال کې ۴۶ زره کسانو ته رسېده.

د بلخ حوزوي روغتون د پوستکي ناروغیو څانګې مشر ډاکټرعلي اصغرملک وايي: « موږ د خپلو شمېرو له مخې ویلی شو چې په تېرو درېیو میاشتو کې مو تقریبا ً ۱۲ زره ۴۰۰ تنو ناروغانو درملنه کړې. دا شمېر د تېر کال د همدې وخت پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.»

روغتیاپالان د هوا د تودوخې لوړه کچه، ککړ چاپېریال، د پاکوالي او نظافت نه رعایتول، ناسم خواړه، رواني فشارونه او بهر هېوادونو ته کډوالي د دې ناروغۍ د خپرېدو او پراختیا لاملونه بولي.

ډاکټر علي اصغر ملک په دې اړه وايي: « دا چې ولې جلدي ناروغۍ او ناروغان زیاتېږي، دا ستونزه په مختلفو عناصرو پورې اړه لري. د مثال په توګه ناسمه حفظ الصحه، د ښارونو په داخل کې د نفوسو زیاتوالی، مهاجرتونه او بهرنیو هېوادونو څخه د مهاجرو راتګ هغه عوامل دي چې له ځانه سره جلدي ناروغۍ خپروي.»

بله خوا، یو شمېر ناروغان  د دې ناروغۍ د مخنیوي برخه کې له روغتیایي مسوولینو د عامه پوهاوي غوښتنه کوي.

د جواد په نوم په جلدي ناروغۍ اخته کس وايي: « څلور ورځې کېږي چې په دې ناروغۍ اخته شوی یم. دلته بلخ حوزوي روغتون ته راغلی یم او بستر شوم. زه له ډاکټرانو راضي یم، دوی له موږ سره ښه چلن کوي.»

جلدي ناروغ حجت الله وايي: « پنځه کاله کېږي چې د مخ له ناحیې په جلدي ناروغۍ اخته یم، خو تر اوسه پورې ډاکټر ته نه یم تللی. اوس دلته په بلخ روغتون کې تر درملنې لاندې یم.»

د بلخ حوزوي روغتون د ۹ شمالي او شمال ختیځو ولایتونو پر کچه یو له لویو روغتونونو دی چې دا مهال د ۸۵۰ ناروغانو د بستر ظرفیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist