Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/16

ملګرو ملتونو د هغې تازه سروې پايلې خپرې کړې چې په افغانستان کې يې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او مېندوارو مېرمنو تشخيصولو په اړه ترسره کړې.

دا سروې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو له لوري ترسره شوې او په پايله کې يې افغانستان د هغو ۱۵ هېوادونو په ډله کې ياد شوی چې ماشومان په کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د سروې د موندنو له مخې، شاوخوا ۵.۳ ميليونه افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ او ۴.۱ میلیونه هغه د ژوند له ګواښوونکي حالت سره مخ بلل شوي.

ملګري ملتونه زیاته کړې:« افغانستان د هغو ۱۵ هېوادونو له ډلې دی چې د ماشومانو شدیدې خوارځواکۍ کچه په کې لوړه ده. اوس مهال په دغه هېواد کې له پنځه کلنۍ کم عمره څه باندې ۵.۳ میلیونه ماشومان شدیده خوارځواکي لري، چې له ډلې یې ۱.۴ میلیونه ماشومان د ژوند له ګواښوونکي حالت سره مخ دي. پر دې سربېره، په هرو ۱۰ ښځو کې ۴ ښځې خوارځواکې دي، چې تر ډېره پورې دغه حالت ته په غبرګون کې دوی ته پاملرنه نه کېږي.»

په دې اړه د ملګرو ملتونو اړوند ادارو چې ياده سروې يې ترسره کړې په يوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د مسوولینو له قوله د خوارځواکو ماشومانو د شمېر زیاتوالی د مېندوارۍ پر مهال د ښځو نه ‌ملاتړ بولي او ټینګار کوي، چې نړیواله بسپنه ورکوونکي باید په دغه برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان  استازی ایډوین سالواډور وايي:« کله چې مېندې د خوارځواکۍ له امله زیانمنې وي؛ نو په ډېر احتمال سره د هغې ماشومان هم کم وزنه زیږېږي او په ماشومتوب، تنکۍ ځوانۍ او لویوالي کې د ودې په برخه کې له ستونزو او ناوړه پرمختیایي پایلو سره مخ کېږي. د دې کړۍ د ماتولو لپاره د ژوند په هر پړاو کې پر مخنیوي او درملنې متمرکزو فعالو تګلارو ته اړتیا ده.»

په همدې حال کې ډاکټران هم خوارځواکي په اوسني وضعیت کې یوه جدي ستونزه بولي او په خبره یې، که دا لړۍ همداسې ادامه پیدا کړي؛ نو نه ‌یوازې د ماشومانو ژوند اخلي؛ بلکې په اوږدمهال کې به ښځې هم له بېلابېلو ناروغیو سره مخ شي.

ډاکتر عبدالحق قاضي‌زاده وايي:« که چېرته په افغانستان کې دغه مشکل ته پاملرنه ونه ‌شي او دې مشکل ته حل‌لاره ونه‌ موندل شي، نو دغه بحران به ورځ تر بلې لوړېږي او بالاخره په اوږدمهال کې به یې پایله ډېره ناوړه وي. لومړی دا چې ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکوي او دویم مېندې به پر کم ‌خونۍ اخته کېږي او د کم‌خونۍ په پایله کې به قلبي، د ګردو او نورې اړونده روغتیایي ستونزې رامنځته کېږي.»

هڅه مو وکړه چې د خوارځواکۍ په تړاو د ملګرو ملتونو له لوري د وروستي راپور په اړه د عامې روغتیا وزارت مسوولینو نظر له ځان سره ولرو خو زموږ اړيکې يې ځواب نه کړې.

د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې پر ۲۳مه، د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د رابلل شوې نړيوالې اسمبلې د ۷۸مې غونډې اجراییه بورډ نړیوالو تغذیوي موخو ته د رسېدو موده تر ۲۰۳۰ کال پورې وغځوله چې موخه یې د خوارځواکۍ د ټولو ډولونو له منځه وړلو او د تلپاتې پرمختګ پر لور د چټک مخکې تګ لپاره د نړیوالې ژمنتیا بیا تاییدول بلل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist