• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/16

د تېرې جمعې په ورځ پر ايران د اسرایيلو له بريدو وروسته، دواړو خواوو په پرله پسې توګه د يوه بل په خاوره کې اهداف په نښه کړې او د څارونکو په باور، د دواړو لوريو ترمنځ جګړه ښايي اوږده شي.

دې احتمال ته په کتو په تهران کې د افغانستان سفارت هلته له مېشتو افغان وګړو د احتياطي تدابیرو نيولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې د ايران حساس او پوځي مرکزونه تر څار لاندې دي او د دې لپاره چې د شکمنو فعاليتونو له امله د افغان وګړو د نيول کېدو او په احتمالي بريدونو کې يې د زيانمنېدو مخنيوی شوی وي، له يادو ځايونو دې ځانونه لرې وساتي.

په ایران کې د افغانستان سفارت ویلي: « افغانان باید په عامه ځایونو کې له نورو خلکو سره د حساسو سیاسي یا مذهبي مسایلو په اړه له بحث کولو ډډه وکړي او دغه راز افغان وګړي باید په سیاسي کړیو، ګوندي غونډو او یا هغو فعالیتونو کې له ګډون ډډه وکړي چې ممکن له سیاسي پلوه حساس وي. دغه راز له ټولو افغانانو غواړو چې سیاسي غونډو، حزبي فعالیتونو او لاریونونو کې له ګډون او پر ټولنیزو رسنیو د سیاسي خبرونو له خپرولو ځان وساتي.»

بله خوا، په ايران کې مېشت کډوال وايي، په ايران جګړه‌ ييز وضعيت يې پر کارونو اغېز کړی او د ځان خونديتوب په اړه اندېښمن دي.

ايران مېشته کډواله لینا افغان وايي: « یانې د دې احتمال شته چې افغان کډوال له کارځایونو هم اخراج کړي. رامنځته شویو شرایطو ته په کتو، یو شمېر افغانان خپله هم دې ته اړ شوي چې افغانستان ته ستانه شي. همدارنګه په تېرو څو ورځو کې د ایران د خلکو چلن له حده زیات ناوړه او نا مناسبه بڼه خپله کړې او دا ښايي سبب شي چې ډېری مهاجرین خپله افغانستان ته لاړ شي.»

ځينې نور کډوال بيا له دې احتمال هم په وېره کې دي چې ګواکي د ايران حکومت له لوري به په روان بېړني وضعيت کې جبراً افغانستان ته ستانه کړای شي.

 د کډوالو د حقونو فعالان له سرپرست حکومته غواړي چې له تهران سره په همغږۍ دې ایران مېشتو افغانانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کډوالو د حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « د ایران هېواد ټول هغه سازمانونه چې د کډوالو په برخه کې کار کوي، ترڅنګ یې د افغانستان حکومت، د کډوالو د حقونو فعالان باید د افغان کډوالو اوسني حالت ته جدي پاملرنه وکړي.»     

د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا وایي، د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې له امله دا امکان شته چې ډېری افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او له همدې کبله سرپرست حکومت ته په کار ده چې ورسره د مرستو لپاره امکانات برابر کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی ابولحسن صالحي وايي: « د ایران او اسراییلو جګړې د سیمې هېوادونه په حساسو شرایطو کې درولي او موږ باید په دغو حساسو شرایطو کې خپلو حرکاتو او فعالیتونو ته پاملرنه وکړو. په ځانګړې توګه هغه افغان مهاجران چې په ایران کې ژوند کوي، باید تهران کې د افغانستان سفارت له لارښوونو سره سم عمل وکړي، په سیاسي ټولېدنو کې له ګډون ډډه وکړي او په دې اړه د ایران یا اسراییلو په ګټه خبرونه خپاره نه کړي.» 

له دې سره، په هرات کې ځينو حکومتي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګني له اسرایيلو سره د جګړې له امله په احتياطي توګه ايران له افغانستان سره پوله تړلې.

د ایران او اسرایيلو ترمنځ له جګړې وړاندې په ياد هېواد کې پر ځینو افغان کډوالو فشارونه زیات شول، ترڅو بېرته یې افغانستان ته ستانه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي
افغانستان

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې
افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

جون 16, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

جون 16, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025
د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

جون 16, 2025
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025
ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

جون 16, 2025
اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

جون 16, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist