• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/15

د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د وینې ورکوونکو نړيواله ورځ د دې لپاره نمانځي چې اړمنو ته د وینې ورکړې په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی په هېواد کې د وینې ورکوونکو درناوي ترڅنګ وايي، ناروغانو ته د وینې هر څاڅکي ورکړه کولی شي د دوی ژوند وژغوري او دغه کار په افغانستان د روغتیا لپاره ګټور تمامیدای شي.

دغه سازمان « د یو ځل وینې په ورکړې سره کولی شئ د درېیو کسانو ژوند وژغورئ» تر سرلیک لاندې شعار سره خلک هڅوي چې د ناروغانو د ژوند ژغورلو لپاره وینه ورکړي.

په افغانستان کې د روغتيا نړيوالو سازمان استازی اډوين سينيزا سلواډور وايي: « د وینې ورکوونکو په نړیواله ورځ موږ د هغو افغانانو درناوی کوو چې په بې غرضه توګه وينه د ژوند دويم چانس لپاره نورو ته ورکوي. د وينې هر څاڅکی د اړمنو د ژغورلو لار ده او په دې اړه د خواخوږۍ هر ګام د افغانستان له سلامتۍ سره مرسته کوي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل که څه هم وینې ته د اړمنو افغانانو شمېر نه ښيي، خو د وینې په ټولو بانکونو کې د امکانانو برابرولو ډاډ ورکوي.

زمان په دې اړه وايي: « د عامه پوهاوي ترڅنګ په مرکز او ولایتونو کې د وینې بانکونو ظرفیت لوړ شوی او څومره چې اړتیا وه، نوي وسایل اخیستل شوي دي. موږ هڅه کوو د عامه پوهاوي له لارې د وینې ورکولو فرهنګ عام کړو. له ټولو خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو هیله لرو چې د درېیو یا حد اقل شپږو میاشتو په جریان کې د وینې بانکونو ته ورشي او د خپلې وینې په اهدا کولو سره وینې ته د اړمنو ناروغانو ژوند وژغوري.»               

په ورته وخت کې یو شمېر ډاکټران په ناروغانو کې د وینې کموالي او اړتیا عمده لامل په بدن کې د  ویټامینونو او اوسپنې کموالی یادوي او زیاتوي چې دغه ستونزه تر ډېره ښځو او ماشومانو کې پیدا کیږي.

ډاکټر عبدالرزاق احمدزی وايي: « په عمومي توګه که ووایم چې د وینې کمښت د کومو لاملونو له امله پیدا کېږي، په ښځو او ماشومانو کې د دې ناروغۍ د پیدایښت لامل د هغوی په بدن کې د هغو خاصو موادو کمبود دی چې په بدن کې اوسپنه تولیدوي، یانې دا چې د دوی په بدن کې اوسپنه کمه ده. په دویم ګام کې د وینې کمېدو لامل په بدن کې د بي ۱۲ او نورو ویټامینونو کمښت دی.»

د ۲۰۰۴ زېږدیز کال راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان د وینې لېږد نړیوالې ټولنې، سرې میاشتې او سره صلیب نړیوالې ټولنې او د وینې ورکوونکو نړیوالو سازمانونو ټولنې له خوا د جون ۱۴ مه د وینې ورکوونکو نړیوالې ورځ په نوم نومولې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده
روغتیا

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025

وروستي خبرونه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist