• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/14

که هم د روغتیا نړیوال سازمان له خوا هر کال د ګوزڼ )پولیو( ناروغۍ له منځه وړلو لپاره میلیونونه ډالر لګول کېږي، خو بیا هم دغه ویروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی او د ماشومانو ژوند ته یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د ننګرهارعامې روغتیا ریاست مسوولین کډوالي، جګړې، بېوزلي او د پاکۍ نه مراعتول د ګوزڼ د لا موجودیت لاملونه ګڼي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین الله شریف وايي: « جنګونه دي، غربت دی، مسکینیت دی او بله دا چې زموږ سیمه داسې نه ده عیاره شوې او داسې سیسټمونه نه لري لکه نورو هېوادونو کې چې دي. تاسو زموږ لارې، کوڅې او تشنابونه وګورئ، هغسې نه دي لکه د نورې نړۍ. نو دلته به خامخا ستونزې وي. همدارنګه په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده، ځکه هغوی ته واکسین نه دی ورکړل شوی.»

خو د پولیو د برخې کار کوونکي او عام خلک بیا د پولیو ویروس د پاتې کېدو لامل د پولیو واکسین په تړاو د خکو ناسم برداشت، نظریات او عقیدوي مسایل یادوي.

 دوی وايي، اوس هم اکثره خلک د پولیو د واکسین په تړاو بېلابېل شکونه لري او ټینګار کوي چې  په دې برخه کې دې خلکو ته عامه پوهاوی زیات او لرې پرتو سیمو کې د خلکو ذهنونه روښانه شي.

د پولیو د برخې نظارت کوونکی عبدالرووف وايي: « ځینې وايي واکسین حرام دی، ځینې وايي ګټه نه لري او ځینې بیا وايي چې ماشومانو ته نورې بېلابېلې ناورغۍ پيدا کوي. دوی ته عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی. موږ له مسوولو ادارو غوښتنه کوو چې عام ولس ته ډېر پوهاوی ورکړي، ترڅو دا شکونه او ابهامات له خلکو لرې شي.»

د ننګرهار اوسیدونکی شباب وايي: « خلک د پولیو واکسین ته د کفارو د درملو په سترګه ګوري. په لرې پرتو سیمو کې عامه پوهاوی نه دی شوی، د دې ناورغۍ پېښې په کې ډېرې وي. په کار ده چې هلته هم عامه پوهاوی وشي.»

روغتیايي مسولین بیا وايي، اوس مهال د پولیو واکسین برخه کې د دوی د هدف وړ ماشومانو تعداد پورته شوی او ټولو هغو سیمو ته واکسین رسیږي چې پخوا به د نا امنیو له امله ورته لاسرسی نه کېده.

دوی د پولیو په له منځه وړلو کې د علماوو او قومي مشرانو پر ونډې ټینګار کوي.

د ننګرهار دعامې روغتیا رییس امین الله شریف وايي: « موږ پخوانی هدف شاوخوا ۸۷۰ زرو ماشومانو ته د واکسین رسول وو، خو اوس دغه هدف ۹۵۰ زرو ته پورته شوی. دا زموږ د ادارې او خلکو ژمنه ښيي. که ولس، مخور کسان، علما او ادارې سره لاس یو نه کړي، د پولیو وحشي ناورغي نه شي ورکېدای.»

مسوولین دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین نوی کمپاین د دوشنبې په ورځ پیل شو او ختیځ زون کې به ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist