د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) راپور ورکړی چې څه باندې ۱۰۰ زره هغه افغانان چې نورو هېوادونو کې د مېشتېدنې لپاره په پاکستان کې منتظر دي، جدي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
آسيا نيوز خبري اژانس د يادې کمېشنرۍ د راپور په حواله لیکلي، په تېره اپريل کې له ۳۰۰ زرو زيات افغانان له پاکستان او ايرانه بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلي چې ډېرهغه يې د يادو هېوادونو له لوري په جبر شړل شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ ویلي: « شاوخوا۱۱۰ زره افغان کډوال او پنا غوښتونکي چې دا مهال په پاکستان کې دي، په خطرناک وضعيت کې دي او په بېړنۍ توګه نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري. دوی په نورو هېوادونو کې د مېشتېدنې ټول معيارونه پوره کړي دي.»
دې سازمان ويلي، افغانستان کې د بشري ناورين د دوام په صورت کې د يادو کسانو ستنول، دغه ناروين لا زياتولی شي.
بله خوا په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د خپل ژوندانه له ستړو شکايت کوي او وايي، د پاکستان له لوري د اخراجېدو ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدو ته نږدې شوی او که يې بهر ته د تګ کېسونه تعقيب نه شي، د اخراجېدو امکان يې شته.
په پاکستان کې دېره افغان کډوال مجاهد شینواری وايي: « کلونه وشول، خو د ملګرو ملتونو ستره کمېشنري د دوی کېسونه نه څېړي، بهر هېوادونو ته یې نه لېږي، حال دا چې د دوی له ډلې د ځینو کورنۍ بهر دي، خو بیا هم د دوی کارونه نه نهايي کېږي. دغه کډوال اوس ځکه له ډېر تشویش سره مخ دي چې د پاکستان د حکومت له خوا ورکړل شوی وخت په ختمېدو دی.»
د بشري حقونو مدافعان بيا هېوادونه مکلف ګڼي چې د افغانانو د منلو پروسې په چټکولو سره په درېيمو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ملاتړ وکړي او دغه راز ټينګار کوي چې سرپرست حکومت هم بايد په نورو هېوادونو کې د افغان وګړو حقونه خوندي کړي.
د کډوالو حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي: « نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې د منلو پروسې په اسانه کولو او امکاناتو برابرولو سره د دغو کسانو ملاتړ وکړي. د اسلامي امارت حکومت هم د نړیوال رسمیت نه لرلو سربېره دنده لري چې له نړیوالو بنسټونو سره همکاري وکړي او په ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو اتباعو له حقونو ملاتړ وکړي.»
که څه هم سرپرست حکومت د کېس لرونکو افغان کډوالو په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې يې په مکرره توګه ډاډ ورکړی چې هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو لپاره کافي اسانتياوې برابرې دي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ملا عبدالسلام حنفي وايي: « په هغو ولایتونو کې چې له ګاونډیو هېوادونو سره ګډه پوله لري، له ټولو سهولتونو سره مل کمپونه جوړ شوي، خدمات، روغتیايي چارې، د څښاک اوبه، خوراکي توکي او هرڅه هغو کسانو ته وړاندې کېږي چې هېواد ته راستنېږي.»
په ۲۰۲۱ کال کې له سياسي بدلون وروسته يو شمېر افغانانو په بهر کې پناه غوښتې او د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ د مالوماتو له مخې، له ۵۵۸ زرو زيات کسان په ۲۰۲۵ کال کې د بيا مېشتېدنې لپاره جدي ملاتړ ته اړتيا لري.