Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/26

په هرات ولایت کې د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین پیل کېدو سره به د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۷۵۸ زره له پنځو کالونو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

د هرات روغتیایي چارواکي وايي، د پولیو واکسین په برخه کې جدي  دي، خو په دې برخه کې د خلکو همکاري هم مهم ده.

د هرات عامې روغتیا ریاست مرستیال غلام محمد حنیفي وايي:« لکه څرنګه چې په جریان کې یاست، دا په ۲۰۲۵ کال د ټول افغانستان پر کچه د پولیو دویم کمپاین دی. ټاکل شوې په هرات ولایت کې ۷۵۸ زره له پنځو کالو کوچني ماشومان هم واکسین شي.»

په همدې حال کې د هرات کډوالو چارو ریاست مسوولان  ډاډ ورکوي چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره يې ګرځنده ټیمونه ټاکلي، ترڅو هېواد ته له  ګاونډیو هېوادونو د دې فلج کوونکي ویروس د لېږد مخنیوی وشي.

د هرات کډوالو او راستنېدنکو چارو ریاست د کډوالو د حقونو ملاتړ مسلکي غړی امرالله حبیبي وايي:« موږ د هغو ټولو راستنېدونکو کډوالو ته د واکسین ورکولو چمتوالی لرو چې له ایران او پاکستان راستنېږي. زموږ د ټیم ټول غړي چمتو دي چې دغو کسانو ته واکسین ورکړي. همدارنګه د عامې روغتیا ریاست په دې اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له ریاست سره پوره همغږي لري.»

خلک هم له ګوزڼ سره پر جدي مبارزې ټینګار کوي او له کورنیو غواړي چې له پنځو کالو کم عمر لرونکي ماشومان واکسین کړي.

د هرات اوسېدونکی فقیر احمد وايي:« د هرات له ټولو خلکو او کورنیو غوښتنه کوم چې په دې پروسه کې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي او خپل ماشومان له فلج وژغوري.»

د هرات یو بل اوسېدونکی علي احمد وايي:« دا چې د یوې شېبې غفلت له امله یو عمر پښېماني ولرو، ښه ده چې خپلو ماشومانو ته یوه قطره واکسین ورکړو، ترڅو ټول عمر هوسا واوسو. که دا کار ونه کړو، ښايي ماشومان فلج شي. نو له کورنیو غوښتنه کوم چې په دې اړه تنبلي ونه کړي او ماشومان واکسین کړي.»

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین داسې مهال پيل کېږي چې تازه یو شمېر نړیوالو روغتیایې بنسټونو په دې برخه کې د بودیجې د کمښت امله اندېښنې ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د بودیجې دا کموالی به د پولیو مبارزه اغېرمنه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist