• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/25

د امریکا ولسمشر او امنیتي چارواکو د دې هېواد خوندیتوب ته د مدافعې پرمختللو سیستمونو ایجاد ، دامنیتي ځواکونو او چارواکو په  دندو کې د بدلون او له افغانستانه د امریکايې ځواکونو د وتلو په  تړاو د محاسبې ځانګړې ناسته کړې.

د امریکا دفاع وزیر پيټ هېګزېټ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د  وتلو بهیر کې ښکېل امنیتي چارواکي او د رهبرۍ غړي ګرم بللي چې له بهر کېدو نږدې څلور کاله وروسته یې لاهم د دغه بهیر محاسبه نه ده کړې.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان د وتلو ناورین په اړه هېڅ حساب کتاب نه دی شوی ، رهبري مسوولیت منلو ته چمتو نه ده  او اوس مهال د دې وخت را رسېدلی چې د دې مسوولیت د رهبرۍ ټولو چارواکو ته ور وګرځول شي.»

له دې سره د امریکا دفاع وزارت لوړپوړی  سلاکار او ویاند د امریکايي ځواکونو بهر کېدو پر پروسې  د بیاکتنې ټینګار کړی.

شان پارنېل د یادې محاسبې د ترسراوي لپاره د رهبرۍ چارو مسوولیت هرکلی کړی او یاد اقدام يې د امریکایانو د حقونو لپاره مهم بللی.

 پارنېل زیاته کړې:« په افغانستان کې مې ۴۸۵ ورځې خدمت کړی. زموږ ډلګۍ ۸۵ سلنه مرګ ژوبله لرله چې دا زما لپاره یوه شخصي موضوع ده . امریکا! حقیقت را روان دی  او زه  دې ته سترګې پر لاره یم چې د حساب کتاب ورکولو مسوولیت رهبري پر غاړه ولرم او دغه محاسبه د امریکایانو حق دی.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه د امریکا سنجول شوی پلان وو چې په اوږده او بې پایلې جګړه کې پاتې کېدلو یې ستونزې زیاتې کړې وې.

 د دوی په خبره، امریکا د کورنیو اقتصادي فشارونو له امله هم دغه پرېکړه یوه اړتیا ګڼله او اوسنۍ  ناندرۍ يې  د خپلو کورنیو سیاسي اهدافو لپاره راپورته کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د امریکا دولت، د امریکا اداره، سیسټم، نظام، پالیسي، بهرنی سیاست، کورنی سیاست، هېڅ وخت دا قسم بې تدبیره کار نه کوي چې یو شی محاسبه نه کړي او عمل پرې وکړي، هغه هم پر نړیواله کچه، بنأ د دوی وتل له افغانستانه دا ټول محاسبه شوې ول، دې ته یې تدبیر نیولی وه، له ډېر پخوا.»  

امریکايې چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له دې وړاندې هم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو لوړو پوړو چارواکو يې له افغانستانه د امریکايې ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی
افغانستان

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

مې 25, 2025
د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی
افغانستان

د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

مې 25, 2025
چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي
افغانستان

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي
افغانستان

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې
افغانستان

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

مې 24, 2025

وروستي خبرونه

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

مې 25, 2025
د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

مې 25, 2025
 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

مې 25, 2025
چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist