• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/24

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ اړوند بخش‌ آباد بند د ۱۳۶۰ میلیون, مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. د دې بند د جوړولو کارونه له تېرو څو کالو راهیسې روان دي.

 تازه د فراه- فراهرود سندیزې حوزې مسوولین وایي، د بخش آباد بند د دوو انحرافي تونلونو چارې یې تر۸۰ سلنې بشپړې کړې دي او هڅه کوي چې پر ټاکلي وخت یې پای ته ورسوي.

د فراهرود سندیزې حوزې رییس برهان الدین مینه ‌وال وايي: « ساختماني کارونه یې تقریبا ً تر ۸۰ سلنو مخکې تللي. باید ووایم چې سخت کارونه د هرې ورځې په تېرېدو خلاصېږي او یوازې تکمیلي کارونه روان دي. دا پاتې کارونه هم په سمه بڼه او چټکۍ سره مخکې روان دي.»

په همدې حال کې د پروژې مسوولین وایي، د بند اصلي او فرعي بنسټیزې چاري بشپړې شوې او پاتې چارې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړې شي.

د بخش آباد بند ساحوي انجینیر محمد وايي: « که څه هم د پروژې بشپړولو لپاره کافي اندازه وخت لرو، خو زموږ شرکت هڅه کوي چې دا پروژه له شپږو میاشتو مخکې بشپړه کړي. د دې کار لپاره د فراه ولس همکاري او دغه راز د محلي چارواکو همکاري هم ډېره اړینه ده. موږ ډاډ ورکوو چې د دوی په همکارۍ به پاتې کارونه له ټاکلي وخت وړاندې پای ته ورسوو.»

له دې سربېره، د فراه ځایي مسوولین په لوړ کیفیت د یاد بند د رغنیزو چارو ترسره کولو او په ټاکلي وخت د پروژې بشپړولو ډاډ ورکوي.

د فراه والي ویاند عبدالمالک اسامه وايي: « د فراه والي د یوه جګ پوړي پلاوي په ملتیا د دې بند له رغنیزو کارونو لیدنه او څارنه ترسره کړه، د انجینرۍ چارې یې له نږدې وڅارلې او ټولو اړوند ټیمونو ته یې سپارښتنه وکړه چې ورسپارل شي کارونه په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.»

د چارواکو د مالوماتو له مخې، د فراه بخش‌ آباد بند به د چارو له بشپړېدو وروسته د ۲۷ مېګاواټه برېښنا د تولید او ۱۰۰ زره هېکټاره کرنیزې ځمکې خړبولو ظرفیت ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي
افغانستان

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې
افغانستان

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

مې 24, 2025
د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي
افغانستان

د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

مې 24, 2025
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو
افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025

وروستي خبرونه

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

مې 24, 2025
د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

مې 24, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist